close

د طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر نښتې وروسته په پکتیا کې «خرلاڅې» سوداګريزه لار تړل شوې

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په اريوب ځاځيو او ډنډ پټان ولسواليو کې له تېرو درو ورځو راهيسې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ پر «ډيورنډ کرښه» څو ځله نښتې رامنځ ته شوې چې تر نن (پنجشنبه، ۲۷ د غوايي) ماسپښين پورې يې دوام درلود.

سيمه ييزو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د دې نښتو له امله په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د «خرلاڅي» سوداګريزه لار هم د هر ډول تګ-راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د سرچينې په وينا، جګړه لومړی او دوهمه ورځ په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې روانه وه او درېيمه ورځ ډنډ پټان ولسوالۍ ته هم وغځېده چې له وېرې يې په سيمه کې ګڼې کورنۍ د خپلو هستوګنو پرېښودلو ته اړې شوې.

پاکستاني رسنيو او پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو غړو په دې نښته کې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې د اړولو راپورونه ورکړي خو کره شمېر يې لاهم نه دی څرګند نه دی.

ويل کېږي چې د تېرې سې شنبې په ورځ پاکستاني لوري افغان خاورې ته څېرمه د يوې امنيتي پوستې د جوړولو هڅه کوله چې د طالبانو له وسلوال غبرګون سره مخ شوي.

د يادو نښتو په اړه تر اوسه د طالبانو او پاکستاني حکومت رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.