اطلاعات روز: سرچينو اطلاعات روز ته ويلي چې په دې وروستيو کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه دوې غونډې هممهاله جوړې شوې دي.
د سرچينو په وينا، د يوې غونډې کوربه د ناروې د بهرنيو چارو وزارت و چې «د طالبانو استازو او ملاتړو» ګډون پکې کړی و.
سرچينې وايي چې دا غونډه د «افغانستان د راتلونکې فکر د ټولنې» د غونډو دوام دی چې مشري يې سلطان برکات او فاطمه ګيلاني کوي.
د دوحې د شخړې او بشرپالنې د مطالعاتو مرکز رييس سلطان برکات هم پر ايکس ليکلي چې په اوسلو کې د «افغانستان د راتلونکې فکر د ټولنې» د غونډې مشري فاطمې ګيلاني او د ناروې د بهرنيو چارو وزارت کوله او په دې غونډه کې ۲۸ ښځو او نارينهوو هم ګډون کړی وو.
د اطلاعات روز ورځپاڼې له معلوماتو سره سم، پخوانۍ ډيپلوماټې اصيلې وردګ هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
اغلې وردګ نن (پنجشنبه، ۲۷ د غوايي) پر ايکس د يوه پیغام په خپرولو سره ويلي چې د ناروې په کانفرانس کې د هر قشر او قوم استازو او ان د طالبانو استازو ګډون کړی وو. څرګنده نه ده چې کومو کسانو د طالبانو د استازو په توګه په غونډه کې ګډون کړی دی.
د دې غونډې موضوع څه وه؟
د اصيلې وردګ په وينا دا غونډه چې د ناروې د بهرنيو چارو د وزارت په کوربتوب شوې پر کډوالو، بشرپالو مرستو، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار او اقتصادي پياوړتيا پکې بحث شوی دی.
د «افغانستان د راتلونکې فکر ټولنې» هم پر ايکس پر خپله پاڼه ليکلي چې د دې کانفرانس بېلابېلو سياسي او ټولنيزو مخينو لرونکو ګډونوالو له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل د مسلې په شمول پر هغو سختو سياسي ننګونو چې اوس مهال ورسره افغانستان مخ دی، په داسې حال کې بحث وکړ چې د تاوتريخوالې پر نفې يوه خوله وو.
دې بنسټ ويلي چې د غونډې پر پايلو د ايران، پاکستان، هند، چين، هالنډ، سويس، سويډن، فينلينډ، ترکيې، جاپان، جرمني، ناروې، ايټاليا، کاناډا، امريکا متحده ايالاتو، برېتانيا او اروپايي اتحاديې له لوړپوړو ډيپلوماټانو سره بحث شوی دی.
پر غونډه نيوکې
کومه غونډه چې د ناروې د بهرنيو چارو د وزارت په کوربتوب شوې ده، نيوکې هم پرې شوې دي.
نيوکه کوونکي وايي چې د دې غونډې ګډونوال غواړي طالبانو ته لابي وکړي.
اصيلې وردګ ظاهرا همدې نيوکو ته په ځواب کې ليکلي چې «ښځې معامله ګرې او خيانتګرې نه دي؛ طالب د ټولو ښځو مشترک دښمن دی». دې نيوکه کوونکو ته ويلي: «د هر ډول تور تر لګولو وړاندې لطفا خپل معلومات بشپړ کړئ».
د ريچارډ بينټ او د افغانستان د مدني ټولنې د غړو غونډه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ هم په اوسلو کې د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او وګړو سره خبرې کړې دي.
د دې غونډې کوربه د بشري حقونو د څېړنو بنسټ و.
دې بنسټ ويلي چې په ياده غونډه کې د بحثونو موضوعات د بشرپالو مرستو دوامداره اړتيا، له خطر سره مخ افغانانو ته د خونديتوب زيات فرصتونه، د دوحې راتلونکې غونډه، د ريچارډ بينټ راتلونکی راپور او له «ثابت کېدونکي بدلون پرته د [اړیکو] د عادي کېدو» مخنيوی و.
د بشري حقونو د څېړنو بنسټ زياته کړې چې ريچارډ بينټ له مدني ټولنې سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، د بشري حقونو د نقض په تړاو د ځواب ويلو د تګلارو او پر ماشومانو او راتلونکو نسلونو د جګړييز چاپېريال د اغېزو په اړه بحث کړی دی.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ هم پر ايکس په يوه پيغام کې د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او ګړو سره خپلې ليدنې مثبتې بللې او ويلي يې دې چې له ښځينه فعالانو يې الهام اخيستی دی.