اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې «ډيورنډ کرښې» ته څېرمه د پاکستاني پوځ او طالبانو تر منځ نن (جمعه، ۲۸ د غوايي) هم نښته روانه وه چې د کرښې له هغې غاړې د پاکستان له خوا توغول شوې مرمۍ د ملکي خلکو په کورونو لګېدلې او د ځاني زيان سربېره يې مالي تاوانونه هم اړولي دي.
په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي چې د تېرې شپې نښتې له امله د ښوونځي څلور ځوان زده کوونکي وژل شوي او پر کورونو د لګېدلو مرميو له وجې خلکو ته مالي زيان هم رسېدلی دی.
سرچينه کاږي چې د پاکستان لوري توغول شوې ړندې مرمۍ د پټان ولسوالۍ په «څپرې» بازار او «ستيا» کليو لګېدلې دي.
په دې ولايت کې ځينو نورو سرچينو بيا د دوو ښځو او يوه ماشوم د ټپي کیدو يادونه هم کړې ده.
په روانه نښته کې پاکستاني پوځيانو او طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
طالبانو په ټولنيزو رسنيو کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کیدو تاييد کړی خو دې ډلې په دې اړه رسما څه نه دې ويلي.
د يو بل خبر له مخې دغه جګړه د پکتيا له ځاځي اريوب او ډنډ پټان وروسته د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ ته هم غځېدلې او تېره شپه د دواړو غاړو د پوله ساتونکو وسله والو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو نښته شوې ده خو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.