close
Social Media

د اسپانيا دولت په باميانو کې د دغه هېواد د درېيو وګړو وژل کېدل تاييد کړل

اطلاعات روز: د اسپانیا دولت تایید کړې چې د افغانستان په بامیانو ولایت کې د دغه هېواد درې اتباع وژل شوي دي.

د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د اسپانوي سیلانیانو د وژل کیدو خبر سخت خواشینی کړی دی.

پرون مازدیګر (جمعه، ۲۸ د غویي) د بامیانو ولایت په مرکز کې بهرني سیلانیان او د هغوی افغان ملګري د یو وسله وال برید په ترڅ کې په نښه شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د بهرنیو سیلانیانو د هویت له څرګندولو پرته اعلان وکړ چې په دې برید کې درې بهرني اتباع او یو افغان وژل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، په دې بريد کې څلور بهرني اتباع او درې افغانان ټپيان شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په دغه برید کې درې اسپانوي اتباع وژل شوي او یو بل اسپانوی ټپي شوی دی.

د دغو راپورونو له مخې، درې ټپي شوي بهرنیان د استرالیا، ناروې او لیتوانیا اتباع دي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د دغه برید په تړاو یې څلور تنه شکمن کسان نیولي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

غبرګونونه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په بامیانو ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو پر یوې ډلې وسله وال برید په کلکه غندلی دی.

دغې ادارې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې د بامیانو ولایت کې د ډزو له امله چې افغان او بهرني اتباعو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې سخت خواشینی شوی دی.

هغه لیکلي چې تاوتریخوالی د حل لاره نه ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا په هیواد کې پر بهرنیو سیلانیانو تر ټولو ډیر وژونکی برید دی.

په داسې حال کې چې له څه کم درې کلونو راهیسې د افغانانو پر وړاندې چاودنې او بریدونه دوام لري، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین شوی دی.