اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د دې ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ٢٨ د غویي) ناوخته د قرغیو ولسوالۍ اړوند چهارباغ بازار ته څیرمه «قلعه رحیم» سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، په دغه ترافیکي پیښه کې یو سویفټ ډوله موټر د کړندي تګ پر مهال د سړک غاړې برق پایې سره ټکر کړی، چې له امله یې یو تن مړ او درې تنه ژوبل شوي دي.
د هغه په خبره د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې ننګرهار ښار ولایتي روغتون ته انتقال کړي، چې ډاکټرانو د ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
په افغانستان کې د موتر چلوونکو بې احتیاطي، ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول هغه لاملونه دي چې له کبله یې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.