اطلاعات روز: فاریاب کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د راوتلو سېلابونو له امله ۱۸ کسان مړه او دوه تنه ټپیان شوي دي.
فارياب کې د طالبانو د والي وياند عصمت الله مرادي وايي، چې پرون (جمعه، ۲۸ د غویي) د دې ولایت بلچراغ، المار، قیصار، پښتونکوټ او خیبر ولسوالۍ د سېلابونو شاهدې وې.
هغه زياتوي، چې په يادو ولسواليو کې د سېلابونو له امله د استوګنې زر کورونه، زر جريبه کرنيزه ځمکه، ١٥٠ هټۍ او يو ګرځنده کلينيک ويجاړ شوي دي.
په فارياب کې د طالبانو د والي وياند وايي، چې د دغو سېلابونو له امله ٣٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د ده په خبره، د دې ولايت طالب چارواکو او مرستندويه ادارو بېړنۍ ناسته کړې او هڅه کوي، چې سېلاب ځپلو ته مرستې ورسوي.
په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب چارواکو اعلان کړی، چې په غور ولایت کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي دي.