اطلاعات روز: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د چورلکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
دا خبر څو شیبې وړاندې د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا خپور کړی دی.
ایرنا لیکلي چې د ایران اتم ولسمشر پرون یکشنیه مازیګر د قیز قلعه سي بند د پرانیستې تر مراسمو وروسته د تبریز ښار لور ته روان و چې د ختیځ اذربایجان ولایت په ورزقان سیمه کې یې چورلکه لویدلې او له ټولو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
د ایرنا په وینا، ځايي سرچینو چې همدا اوس د ولسمشر د چورلکې د لوېدو په ځای کې موجودې دي، د ولسمشر او د هغه د ملګرو مړینه تایید کړې ده.
دخامنه یي استازی او د تبریز د جمعې امام آل هاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، د ولسمشر د ساتندوی کنډک قومندان سید مهدي موسوي او یو شمېر نور ساتونکي او خدمه په چورلکه کې سپاره وو.
د یکشنبې (۳۰ د غوايي) تر ماشپین وروسته د ایران د ولسمشر او له هغه سره د مل افرادو د چورلکې لوېدو په اړه راپور ورکړل شو.
له راپورونو سره سم، د سیمې پیچلو لارو، د خوپ شتون او تیارې پلټنه ناشونې کړې وه.
تر اوسه د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د چورلکې لویدو علت څرګند نه دی.