اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت اړوند د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پیښې له امله ۵ کسان مړه او یو ټپي شوی دی.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې پیښه پرون ماښام (یکشنبه، ٣٠ د غویي) ۰۷:۰۰ بجې د کابل-جلالاباد په لویه لاره د لغمان اړوند «خیروخېلو» سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې په دې ترافیکي پیښه کې یو بار وړونکي او ویکسار ډوله موټرو سره ټکر کړی چې، له امله يې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
هغه وایي، یاده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا یوې سرچینې وویل، چې د یادې ترافیکي پېښې له امله په مړو شویو کسانو کې څلور تنه د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلین هم شامل دي.
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې تر ډیره د سړک تنګوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول ښودل شوي.