close

په تېرو ۱۷ میاشتو کې د تورخم له لارې هیواد ته څه باندې ۵۶ زره کورنۍ راستنې شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په تېرو ١٧ میاشتو کې د تورخم له لارې له پاکستان څخه ٥٦ زره ٢٣٤ کورنۍ خپل هیواد ته راستنې شوې دي.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس باز محمد عبدالرحمن وایي، چې د یادو کډوالو له ډلې یې ٣٩ زره ٢٦٤ په ننګرهار کې میشت شوي او پاتې ١٦ زره ٨٧٠ کورنۍ د هیواد نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د نوموړي په خبره په راستنو شویو کورنیو کې یې زیاتره په دې وروستیو کې د تورخم له لارې په جبري توګه له پاکستانه راستانه شوي دي.

عبدالرحمن زیاتوي: «د ۲۰۲۳ ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر دې دمه شاوخوا ١٧ مياشتې کېږي له پاکستان څخه ننګرهار ته ٥٦ زره ٢٣٤ کورنۍ راستنې شوي، چې ٣٩ زره او ۳۶۴ يې ننګرهار کې او ١٦ زره ٨٧٠ کورنۍ د هېواد نورو سيمو کې ځای پرځای شوی دي، مونږ د مرستندویه ادارو په مرسته له دوی سره نغدي او نورې اړینې مرستې ترسره کړي او په دې برخه کې د نورې همکارۍ غوښتونکي هم یو.»

دغه طالب چارواکی وایي، تازه راستانه شوي کډوال تورخم کې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دفتر د مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ستنیږي.

بل لور ته یو شمېر هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه په زوره افغانستان ته راستانه شوي وايي، په ناوړه وضعیت کې دي.

د دوی په خبره د مرستندویه ادارو له لوري شوې مرستې نه یوازې اصلي اړمنو ته نه دي رسېدلي بلکې کافي هم نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پېل کړی او ایران هم د دغو کډوالو د ایستلو بهیر تر بل هر وخت چټک کړی دی.

بلخوا د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړي او ویلي یې دي چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو مطابق چلند وکړي.