اطلاعات روز: د افغانستان طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، وايي چې د هيواد په ۱۴ ولايتونو کې د غوايي د مياشتې له ۲۰ څخه تر اوسه د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۹۴ تنه مړه شوي دي.
د دې وزارت وياند جانان سايق نن (سېشنبه، ۱ د غبرګولي) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي چې په دې سيلابونو کې ۲۶۶ تنه نور ژوبل شوي دي.
ده زياته کړې چې سيلابونو په بغلان، غور، تخار، فارياب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغيس، لغمان، باميان، فراه، نورستان او کاپيسا ولايتونو کې له ځاني تلفاتو سره-سره درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
جانان سايق ويلي چې د دې سيلابونو له وجې ۱۴ زره او ۹۲۳ کورونه په بشپړه او يا هم جزي توګه ويجاړ شوي او شپږ زره او ۶۵۵ څاروي تلف شوي دي.
ده په دې ولايتونو کې په جلا-جلا توګه د مرګ ژوبلې او زيانونو شمېر نه دی مشخص کړی.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې سيلاب د افغانستان په شمال ختيځ بغلان، بدخشان او تخار ولايتونو کې ۱۸۰ تنه مړه کړي دي.
د روانې اونۍ په لومړيو کې په غور او فارياب کې د طالبانو ځايي چارواکو د درنې مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکړ.
د طالبانو د ځايي چارواکو له اعلان کړو شمېرو سره سم، په غور کې لږ تر لږه ۵۰ تنه او په فارياب کې ۶۶ تنه مړه شوي دي.