close
UN Photo by Pierre Albouy

ريچارډ بينټ غوښتنه کړې چې جنسيتي اپارتايد دې د جرم په توګه وپېژندل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ په خپل نوي راپور کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو «ځپونکي بنسټيز شوي سيسټم» ته په اشارې غوښتنه کړې چې په نړيوالو قوانينو کې دې «جنسيتي اپارتاید» د جرم په توګه وپېژندل شي.

ښاغلی بينټ به دا راپور د راتلونکې اونۍ په سې‌شنبې (۲۹ د غبرګولي/۱۸ د جون) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په شپږ پنځوسمه غونډه کې وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ويلي چې د ده په باور «[د طالبانو له لوري] په افغانستان کې د ښځو د ولکې او ځپنې بنسټيز شوی سيسټم بايد د جنسيتي اپارتايد د جنايت د تدوين بحث راپيل کړي، لکه څرنګه چې په سويلي افريقا کې پر تور پوستو او غير سپين پوستو سيسټماټيک ظلم او ولکې فعالان او دولتونه اړ کړل چې د اپارتاید جنایت را منځ ته کړي او د هغه په ختمېدو کې مرسته وکړي.»

ښاغلي بينټ په مشخصه توګه د رړم په کنوانسيون کې د جنسيتي اپارتاید د تعريف د تعدیل غوښتنه کړې او ويلي يې دې چې په دې کنوانسيون کې بايد جنسيتي اپارتاید داسې تعريف شي چې «هغه غير انساني اقدامات [دي] چې د يوه رژيم په چوکاټ کې بنسټيز شوي او د دې رژيم د خونديتوب په خاطر ترسره شوي او يوه جنسيتي ډله پکې پر بلې هرې ډلې يا نورو جنسيتي ډلو ولکه لري او سيسټماټیک ظلم [ورسره کوي]».

ده زياته کړې، لکه څرنګه چې يې د ښځو او نجونو پر خلاف د هر ډول تبعيض د مخنيوي له کاري ډلې سره په خپل مشترک راپور کې ويلي «دا تعريف په دقيقه توګه د ښځو او نجونو پر خلاف هغه سيسټماټيک تبعيض بيانوي چې د طالبانو په ايډيولوژي او حکومت کې دننه شته دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچې ويلي چې د افغانستان له خلګو او په ځانګړې توګه ښځو سره چې يې کومې ګڼې مشورې کړې او په لیکلې توګه ورسره په تماس کې شوی، هغوی ټینګار کړی چې د جنسيتي اپارتایډ اصطلاح هغه ټول زيانونه او نسلي توپيرونه په ښه توګه ښيي چې طالبانو د افغانستان د ښځو پر خلاف کړي او د دوی غوښتنه داده چې دا دې د بشريت پر خلاف د يوه جنايت په توګه په رسميت وپېژندل شي.

ده ويلي چې د جنسيتي اپارتاید په رسميت پېژندنه د دې لامل کېږي تر څو دولتونه اړ شي چې د دې جنايت د مخنيوي په موخه اغېزناک اقدامات وکړي او عاملين يې مجازات کړي او همدا راز نړیوال ارزښتونه پياوړي کړي.

ښاغلي بينټ ويلي چې د افغانستان ښځې ټینګار کوي چې کېدلای شي د جنسيتي اپارتاید له مفهوم څخه په بسيج کولو کې استفاده وشي او همدا راز له طالبانو سره د دولتونو د تعامل د معيارونو په وضاحت کې وکارول شي او له دې سره-سره د دې ډلې د عادي کولو د پروسې په وړاندې د مخنيوي د عامل په توګه هم کارېدلای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي له دولتونو غوښتي چې د بشريت پر خلاف د يوه جنايت په توګه د جنسيتي اپارتاید په رسميت پيژندنې ملاتړ وکړي.

ده همدا راز د افغانستان د هغو سياسي فعالانو د ملاتړ غوښتنه کړې چې د جنسيتي اپارتاید د مفهوم پر شاوخوا راټولېږي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د بشريت پر خلاف د جنايت په توګه د جنسيتي اپارتاید په رسميت پيژندنې غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو چې د افغان ښځو پر خلاف د طالبانو سياستونه جنسيتي اپارتاید دی.

طالبانو پر افغانستان تر دويم ځل واکمنېدو وروسته په دې هيواد کې د ښځو پر خلاف پراخ بنديزونه لګولي دي او هغوی يې د زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ په شمول له خپلو ډېرو بنسټيزو حقونو بې برخې کړې دي.

ريچارډ بينټ په خپلو پخوانيو راپورونو کې د افغان ښځو پر خلاف د طالبانو سياستونه «سيسټماټيک» او «بنسټيز شوي» ګڼلي وو او «د بشريت پر خلاف جنايت» يې بللي وو او زياته کړې يې وه چې دا سياستونه «جنسيتي اپارتاید» ګڼل کېدلای شي.