پکتيکا ولايت د سويل ختيځ زون لېرې پروت او پراخه مساحت لرونکی ولايت دی، ۲۲ ولسوالۍ لري چې ډېریو ته يې له مرکزه ورغځېدلې لويې لارې خامه او پرې تګ راتګ خورا ستونزمن دی.
د مرکز ښرنې – وړممۍ، ښرنې – بند سره، زيړوک، ارګون – ګيان، وړممۍ – تروه، ارګون – رباط او ځينو نورو ولسوالیو او سيمو ته غځېدلې لارې خامه او يا هم د تېرو جګړو او سېلابونو له امله ویجاړې شوي، چې خلک یې د جوړېدو او پخېدو غوښتنه کوي.
د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي، د لويو لارو خراب وضعیت يې ژوند ستونزمن کړی او له امله يې نه شي کولای چې پر خپل وخت د ژوند ورځنۍ اړتياوې پوره کړي.
د پکتيکا ولايت د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی شوکت چې اوس په ښرنې ښار کې ژوند کوي وايي، ګيان ته غځېدلې لاره نه يوازې دا چې خامه ده بلکې کنډوکپر حالت يې د تګ – راتګ پر وړاندې شته ستونزې دوه برابره زياتې کړې دي.
هغه زياتوي چې په ګيان ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ ژوند کوي، خو د سړک پخېدو او نورو رغنيزو پروژه د پلي کېدو لپاره ورته پاملرنه نه دی شوې.
نوموړي وويل: «دلته په پکتيکا کې له يو څو ولسواليو پرته د نورو ټولو لويې لارې کچه دي، زمونږ د ګيان لاره داسې ده که ښه سيسار پيکپ نه وي درسره دا نور واړه موټر خو بيخي نه شي پرې تللی، هلته خلک چې يا نورو هيوادونو ته سفر کوي او يا هم مريضان تر ارګون او ښرنې را رسوي په لاره کې مړه کېږي.»
شوکت وايي، هغه زلزله چې څو کاله وړاندې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې رامنځته شوه او سلګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، زياتره ټپيانو يې د لارې د خرابوالي له کبله په لاره کې ساه ورکړې وه.
هغه داسې وويل: «تاسو به اورېدلي او يا هم ليدلي وي، چې ګيان کې زلزله وشوه، کوم کسان چې ټپيان شوي و او د درملنې لپاره ارګون يا ښرنې ته را وړل کېدل د لارې د خرابوالي له امله يې ونه رسول او ساه يې ورکړې.»
د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي، دوی وايي زيړوک او نکې ولسواليو ته لار په غرنيو سيمو کې تېره شوې او ورباندې تګ-راتګ له ګڼو خطرونو سره مخ وي.
پر دغو لارو تلوونکو خلک وايي، هغه مهال چې د باران او واورو ورښتونه وي، نو دوی نه شي کولای چې له خپلو سیمو نورو ولسوالیو ته سفر وکړي.
اخوا بيا وړممۍ او تروه هغه ولسوالۍ دي چې د سړکونو او نورو رغنيزو پروژو برخه کې ورته هيڅ پام نه دی شوی، دا ولسوالۍ په تېر جمهوري نظام کې د څو کلونو لپاره کلابندې وې، له مرکز ښرنې سره يې لارې په مکمل ډول پرې او اوسېدونکي به يې د ورځنيو اړتياوو د پوره کېدو لپاره له کرښې پورې غاړه اوښتل.
په دې اړه د پکتيکا ولايت اوسېدونکی داوود همت د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په تېر کې له ټولو حقونو بې برخې ولسواليو ته د بيا رغونې، پوهنې او روغتيا برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه وویل: «اوس خو هغه بهانې هم ختمې شوې چې په تېر نظام کې به ويل کېدل چې جګړه ده او پروژې نه تطبيق کېږي، زمونږ د ولايت ډېرو ولسواليو ته خپل حقه حقوق نه دي ورکړل شوي او نه هم اوس کې چندانی پام ورته شوی، د طالبانو له مسوولينو مو غوښتنه دا ده چې حد اقل ولسواليو ته د لارو شته مشکلات حل کړي او په اساسي ډول يې ورغوي.»
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو مسوولو ادارو په ځينو خبرپاڼو کې ګڼو ولسواليو ته د لارو پخېدو، جوړېدو او جغل اچولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولايت د ټولګټو چارو رياست وايي، په تېرو دريو کلونو کې يې هغه لارې جوړې کړي چې له کلونو راهيسې پرې تګ-راتګ ځنډېدلی ستونزمن و.
د ټولګټو چارو رياست زياته کړې، چې په تېرې فبروري میاشت کې يې له مرکز ښرنې تر مټاخان او سردې بند پورې ۳۲ کيلو متره سړک د ۲۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پوخ کړی، همدا راز يې سروضې ولسوالۍ ګلرالدين سيمې ته غځېدلې لاره د دوو ميليونه افغانيو په لګښت جغل اندازې کړې، په بېلابېلو ولسواليو کې يې د ۱۱ پلچکونو د بیرته رغولو، د پکتيکا ولايت له زيړوک او د خوست ولايت تر سپېرې ولسوالۍ پورې د نښلوونکې لارې جوړېدو او ځينو نورو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.
د دغو پروژو په اړه د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي، دا پروژې خورا کمې او پکار وه چې په تېرو دريو کلونو کې دغه ولايت ته د پام وړ کار شوی وی، خو دوی غوښتنه کوي چې ولسواليو ته دې غځېدلي سړکونه په اساسي ډول پاخه کړل شي.
د ځينو سړکونو ترڅنګ، پلتو بند، وارداتي برېښنا، ښاري ماسټرپلان او يو شمېر هغه لويې پروژې دي، چې په عملي کېدو سره به يې د پکتيکا ولايت د اوسېدونکو زياتو غوښتنو ته رسېدنه وشي، خو په دې برخه کې تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی.
د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې د ۱۴۰۳ مالي کال بوديجې د تصويب اعلان هم وکړ، خو د بوديجې رقم په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.