close

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د بې ځايه شويو شمېر تر ۱۲۰ ميليونه وګړو اوښتی دی

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، چې په نړۍ کې د ۲۰۲۴ کال د لومړيو څلورو مياشتو پر مهال لاهم د جبري بې ځايه کېدونکو شمېر مخ پر زياتېدو دی او د اپريل مياشتې تر پايه به تر ۱۲۰ ميليونه وګړو زيات شي.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲۴ د غبرګولي) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په نړۍ کې د بې ځايه شويو شمېر ۱۱۷.۳ ميليونه وګړي وو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ويلي، چې له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې په پرلپسې توګه په نړۍ کې د بې ځايه کېدونکو وګړو شمېر زياتېږي.

دې بنسټ جګړه، تاوتريخوالی، ازار او ځورونه، د بشري حقونو نقض او هغه پېښې په نړۍ کې د جبري بې ځايه کېدنې لامل بللي دي چې عمومي نظم ګډوډوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ کميسار فليپو ګرانډي ويلي، چې د دې مخ پر زياتېدونکي شمېر تر شا «بې شمېره انساني غميزې» پټې دي.

ده زياته کړې: «دا کړاو بايد نړيواله ټولنه چمتو کړي چې تر څو په بېړه د جبري بې ځايه کېدنې د عواملو د ختمولو لپاره اقدام وکړي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په خپل راپور کې ويلي، چې د ۲۰۲۳ کال شميرې ښيي چې په نړۍ کې له هرو ۶۹ تنو څخه يو تن له جبري بې ځايه کېدنې سره مخ دی.

دې بنسټ ويلي، چې دا تقريبا د تېرو دوو لسيزو د شمېر دوه برابره دی، هغه مهال په نړۍ کې له هرو ۱۲۵ کسانو څخه يو تن په جبري توګه بې ځايه شوی و.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ له راپور سره سم، په غزې، اوکراين، سوډان او ميانمار کې جګړه د دې لامل شوې چې د جبري بې ځايه شويو شمېر زيات شي.

په دې راپور کې ويل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال تر ۱.۷ ميليونه زيات وګړي چې د غزې تراډې ۷۵ سلنه نفوس تشکيلوي، د جګړې له کبله بې ځايه شوي او ځينې يې څو ځله تېښتې کولو ته اړ شوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ ويلي، چې په سوډان کې جګړې د نړۍ يو تر ټولو لوی کړکېچ او بې ځايه کېدنه را پيدا کړې او د کال تر پايه په دې هيواد کې ۱۰.۸ ميليونه وګړي بې ځايه شوي دي.

په افغانستان کې بې ځايه کېدنه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ په راپور کې راغلي چې په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال تر پايه د افغانستان ۱۰.۹ ميليونه وګړي بې ځايه وو.

د دې بنسټ په وينا، اکثريت يې د هيواد په داخل کې او يا هم ګاونډيو هيوادونو ته بې ځايه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ ويلي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د افغان بې ځايه شويو شمېر ۷۴۱ زره او ۴۰۰ تنه زيات شو او په دې سره ۶.۴ ميليونه وګړو ته ورسېد.

دې بنسټ ويلي، چې د دې زياتوالی لامل په پاکستان او افغانستان کې د افغان وګړو د نفوس نوې ارزونه ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ ويلي، چې افغانستان ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د پايداره ستنيدنې لپاره فرصتونه محدود دي؛ ځکه چې د دې هيواد نيم نفوس له سختې غذايي ناامنۍ سره مخ دی او په ميليونونو وګړي هم د هيواد په داخل کې بې ځايه دي.

دا په داسې حال کې چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده او هره ورځ له دې دواړو هيوادونو زرګونه افغانان افغانستان ته ستنېږي.

د تېر ميلادي کال پر مهال هم تر نيم ميليون زيات وګړي له پاکستان او تر ۵۲۰ زره زيات کسان له ايرانه ویستل شوي.