اطلاعات روز: د لوی یا هم قربانۍ د اختر په را نژدې کېدو سره په افغانستان کې د روغتيا د نړیوال سازمان دفتر په هيواد کې د کنګو تبې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲۴ د غبرګولي) پر ايکس د يوې ويډيو په خپرولو سره ليکلي چې په افغانستان کې د کنګو تبې ناروغي مخ پر زياتېدو ده.
د روغتيا نړیوال سازمان وايي چې دا ناروغي له حيواناتو څخه انسان ته انتقالېږي او د هغې د مخنيوي لپاره بايد له حيواناتو او غوښو سره د اړيکې نيولو پر مهال له دستکښو، ماسک او محافظتي جامې څخه استفاده وشي.
د قربانۍ د اختر پر مهال د افغانستان ډېری وګړي مږ یا هم غویی قرباني کوي او غوښې يې د ګاونډيو، خپلوانو او غريبو وګړو تر منځ وېشي.
ډاکټران او روغتيايي مسوولين وايي چې له همدې وجې د قربانۍ د اختر پر مهال تر بل هر وخت د کنګو تبې د زياتېدو خطر تر بل هر وخت زیات دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان مسوولين وايي چې که له حيواناتو سره تر تماس پيدا کولو او يا غوښې خوړلو وروسته د يو چا سخته تبه شي، پر غړو يې درد شي، سر دردي ورته پيدا شي، پر ملا يې درد شي، سترګې يې سرې او ليد يې تياره شي او داسې نورې نښې، نو بايد سمدستي د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.