close
ResoluteSupportMedia / Flickr

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان يو پر څلور برخه خلګ وږي بيدېږي

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام د لوی اختر د را رسېدو په درشل کې ويلي چې دا اختر په ميليونونو خلګ لمانځي او له خپلې کورنۍ سره پر خوړو راټولېږي، خو د افغانستان يو پر څلورمه برخه خلګ هره ورځ وږي بيدېږي.

دې پروګرام نن (جمعه، ۲۵ د سلواغې) پر ايکس د يوه پیغام په خپرولو سره د اختر پر مهال په افغانستان کې اړمنو ته د خوراک د ورکړې غوښتنه کړې.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې هيواد کې د فقر او لوږې کچه لوړه شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې ۱۲ ميليون وګړي نه پوهېږي چې خپل راتلونکې خواړه به له کومه ځايه پيدا کوي.

دا برنامه وايي چې د راتلونکو شپږو مياشتو پر مهال د مرستې رسونې لپاره ۶۵۰ ميليون ډالرو بودجې ته په بېړنۍ توګه اړتيا لري.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشرپالې مرستې د بودجې له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره له اړتيا وړ بودجې څخه يوازې ۲۰.۱ سلنه تر لاسه شوې ده.

دې دفتر د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د بشرپالو عملياتو لپاره د ۳.۱ ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د دې کال د شپږو مياشتو په تېرېدو سره لا هم يوازې ۶۱۳.۶ ميليون ډالر تر لاسه شوي دي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ويلي و چې د بودجې کمښت د بشرپالو هڅو مخه نيسي.