close

له زده کړو زر ورځنی محرومیت؛ ګورډون براوون: نړۍ دې د افغان د نجونو د ملاتړ لپاره يو موټې شي

اطلاعات روز: له زده کړو د افغان نجونو زر ورځني محروميت ته په غبرګون کې د نړیوالې زده کړې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډون براوون غوښتنه کړې چې نړۍ دې د افغان نجونو د ملاتړ لپاره يو موټې شي.

ده د «افغان نجونو غږ» کمپاين ملاتړ کړی او ويلي يې دې چې د زده کړو له حق څخه انکار يوه «ناوړه» چاره او د ملګرو ملتونو د منشور «نقضوونکې» ده.

دې بنست په يوه اعلاميه کې له زده کړو د افغان نجونو زر ورځنی محروميت د بشر حقونو، ماشومانو حقونو او نجونو د حقونو لپاره د عطف يوه غمجنه نقطه بللې.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ، مشهور ليکوال خالد حسيني او د «ملاله» بنسټ يو بنسټګر ضياء الدين يوسفزي په شمول پېژندل شويو څېرو د دې کمپاين ملاتړ کړی دی.

د نړیوالې زده کړې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډون براوون او «زده کړې ته انتظار نشي کېدلای» بنسټ مسوولينو ويلي چې نړۍ بايد د افغان نجونو تر شا ودرېږي او يو موټې شي.

ده ويلي چې له باکيفيته زده کړو د برخمن کېدو له حقه انکار يوه کرغېړنه چاره او د ملګرو ملتونو د منشور، د ماشوم د حقونو د کنوانسيون او د بشر د اساسي حقونو نقض دی.

براون پر ايکس ليکلي چې افغان نجونو اوس مهال زر زده کړييزې ورځې بايللې دي او هيڅکله يې هم جبران نشي کېدلای.

ده ليکلي: «وخت را رسېدلی چې ټوله نړۍ يو موټې شي تر څو له طالبانو وغواړي چې د هرې نجلۍ لومړني بنسټيز حقونه رعايت کړي.»

د افغانستان لپاره د بريتانيا سفارت هم پر ايکس ليکلي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو د زده کړې زر ورځې له لاسه ورکړې دي.

دې سفارت پر ايکس ليکلي چې په افغانستان کې د سولې، ټيکاو او پرمختګ لپاره زده کړې لرونکې او پياوړې ښځې مهمې دي.

په افغانستان کې د ښځو او بشر حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري هم ويلي چې د افغانستان د نجونو د تنکيو هيلو زر ورځې ضايع شوې دي او د هيواد راتلونکی برباد شوی.

اميري ويلي چې افغانستان يوازينی هيواد دې چې داسې افراطي سياستونه پکې پلي کېږي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا ځل واکمنېدو وروسته لومړی د نجونو ښوونځي وتړل، خو د دې ډلې د پوهنې وزارت د ۱۴۰۱ لمريز کال د وري د مياشتې پر درېيمه اعلان وکړ چې تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو لپاره ښوونځي تر بيا خبرتيا پورې تړلي دي.

تر دې وروسته طالبانو په پوهنتونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه او د هغوی په وړاندې يې د زده کړو خصوصي ښوونيز مرکزونه هم وتړل.

له هغه وخته تر اوسه نړيوالې ټولنې بيا-بيا د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بنديز د ليرې کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو لا هم دا بنديز پر خپل ځای ساتلی دی.