close
Photo: BNA

د طالبانو استازي د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون کوي

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې استازي د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په درېيمه غونډه کې چې په قطر کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب جوړېږي، ګډون کوي.

ښاغلي مجاهد نن (يکشنبه، ۲۷ د غبرګولي) له خصوصي ټلويزیون «طلوع نیوز» سره په خبرو کې ويلي، چې دې ډلې د دوحې د درېيمې غونډې د اجنډا په اړه بحث کړی او پرېکړه يې کړې چې دې غونډې ته يو پلاوی ولېږي.

د طالبان وياند وايي، چې دوی د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون د افغانستان په ګټه بولي او د خپل پلاوي ترکيب به وروسته اعلان کړي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې غونډه کې د بشري موضوعاتو او د پانګوالو لپاره د زمينې پر رامنځته کولو بحث کېږي چې بنسټيز او مهم موضوعات دي او ښايي په دې لړ کې پر نورو موضوعاتو هم بحث وشي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوتريش په کوربتوب په دوحه کې د چنګاښ د مياشتې پر ۱۰مه او ۱۱مو نېټو جوړه شي.

په سوله او سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې رزماري ډي کارلو د تېرې لمريزې مياشتې په وروستيو کې کابل ته سفر وکړ او طالبانو ته يې په دې غونډه کې د ګډون کولو بلنه ورکړه.

اغلې ډي کارلو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امير خان متقي سره په ليدنه کې وويل، چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د مالي او بانکي مسايلو، له نشه يي توکو سره پر مبارزې او د کروندګرو لپاره پر بديل کښت او اقليمي بدلونونو او پر افغانستان يې د اغېزو په اړه خبرې کېږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د دوحې په درېيمه غونډه کې د «معنادار ګډون» غوښتنه کړې وه او ويلي يې و چې يوازې تشريفاتي ګډون ګټور نه دی.

لا هم څرګنده نه ده چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د طالبانو د ګډون کولو غوښتنه د ملګرو ملتونو له لوري منل شوې او کنه.

دا ډله د دوحې دويمې غونډې ته هم بلل شوې وه، خو د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري يې د غوښتنو تر نه منل کېدو وروسته په هغې کې له ګډون کولو ډډه کړې وه.

د دوحې په درېيمه غونډه کې طالبانو ته د ګډون کولو پر بلنه نيوکې شوي او په تړاو يې غبرګونونه ښودل شوي دي.

يو شمېر سياسي ډلو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو په خپلو غبرګونو کې ويلي، چې د طالبانو په ګډون سره چې هر ډول غونډه کېږي، «مردوده» ده.