close

په فراه، بغلان او بدخشان کې د دریو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه شول

اطلاعات روز: په فراه، بغلان او بدخشان ولایتونو کې د دریو جلا ترافیکي پیښو له امله اووه کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

دغه ترافیکي پیښې نن (یکشنبه، ۲۷ د غبرګولي) او پرون د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي، چې په کې د یو طالب قومندان په ګډون د دغې ډلې څلور غړي، یوه ښځه او دوه تنه نور چې زوی او پلار دي مړه شوي دي.

فراه کې د طالبانو ترافیک پولیس وایي، چې د دې ولایت د بکواه ولسوالۍ اړوند «حاجي خان» سیمه کې تېره شپه د یو ټونس موټر او «سه چرخې» د ټکر له امله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ماشومانو په ګډون څلور تنه ژوبل شوي دي.

د طالب پولیسو په وینا، د پیښې ژوبل کسان د د فراه ولایتي روغتون ته انتقال شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته مهال د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيې قومندان او د دغې ډلې درې نور غړي مړه شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې دا پېښه تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «پلچک غلام صديق» کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچينو په وينا، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو د امنيې قومندان اختر محمد بريالي «لکسس» موټر هغه وخته له سړکه واووښت او چپه شو چې له زاړه ښار کور ته روان و.

په بغلان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې په دې پېښه کې د اختر محمد بريالي په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.

دغه راز د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د يوه بار وړونکي موټر د اوښتو له کبله زوی او پلار مړه شوي دي.

سرچينې وايي، چې دا پېښه نن (يکشنبه، ۲۷ د غبرګولي) د کشم ولسوالۍ په «مادابه» سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينو په وينا، پلار او زوی چې په دې بار وړونکي موټر کې سپاره وو، د موټر د چپه کېدو له کبله مړه شوي دي. دا دوه تنه د هرات ولايت اوسېدونکي وو.

د پورته دواړو پیښو د رامنځته کېدو لامل څرګند نه دی.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت هیواد کې د ترافیکي پیښو لوی لاملونه بلل کېږي، چې هر کال د سلګونه کسانو ژوند اخلي.