close

کونړ کې د طالبانو د استخباراتو رییس د بډې اخېستو په تور تر نیول کېدو وروسته خوشې شوی

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې ادعا کوي، چې په دې ولایت کې د طالبانو د استخباراتو رییس قاري روح الله محمد په کانونو کې د پیسو اخېستو په تور تر نیول کېدو وروسته خوشې او بېرته خپلې دندې ته ستون شوی دی.

یوې باوري سرچینې نن (سې شنبه، ۲ د زمري) اطلاعات روز ته وویل، چې د ننګرهار لپاره د طالبانو استخباراتو روح الله محمد دوه اوونۍ وړاندې د کوز کونړ اړوند «زیړي بابا» سیمه کې چې د ننګرهار او کونړ ترمنځ سرحدي سیمه ده او دغلته ځینې کاني ډبرې هم شتون لري نیولی و او له یوې اوونۍ بند وروسته یې خوشې کړی او بېرته خپلې دندې ته ستون شوی.

د سرچینې په خبره، د کونړ د استخباراتو رییس د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د ضد استخباراتو رییس او د ننګرهار لپاره د استخباراتو پخواني رییس ډاکټر بشیر په فشار له بنده خوشې او بېرته یې خپله دنده پېل کړې.

سرچینې د قاري روح الله محمد د نیول کېدو او دا چې هغه په کوم کان کې له چا څومره پیسې اخیستي ډیر څه په ډاګه نه کړل.

کونړ کې د طالبانو ځايي امنیتي مسوولینو د یادې موضوع په تړاو د اطلاعات روز ورځپاڼې پوښتنې ځواب نه کړې.

اطلاعات روز په خپلواکه توګه د یادې ادعا تایید نه شي کولای.

د یادونې وړ ده، چې د کونړ د استخباراتو رییس قاري روح الله محمد شاوخوا اته میاشتې وړاندې هم پاکستان ته د اووه سوه زره امریکايي ډالرو او هیرویینو د قاچاق پر مهال له خپل یوه پاکستاني همکار سره یو ځای نیول شوی و، چې هغه مهال هم د ډاکټر بشیر په مرسته له لس ورځني بند وروسته خوشې شوی و.