close

فراه کې کروندګر د هندواڼو له حاصلاتو او بیو خوښ نه دي

د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې کروندګر وایي، چې سږ کال دغلته د ږلۍ او بارانونو له کبله د هندواڼو حاصلات کم او ترڅنګ یې نه په کور دننه بازار لري، نه بهر ته صادریږي او نه یې هم د ساتلو لپاره سړې خونې لري، چې له امله یې د یو شمیر کروندګرو حاصلات د پلور د مخه خراب شوي دي.

د فراه کروندګر وایي، چې نه یوازې یې فصلونه ږلۍ او باران خراب کړي او قیمتونه یې رالویدلي دي، بلکې د طالبانو سرپرست حکومت هم کروندګرو ته پام نه دی کړی او نه یې د کورنۍ تازه میوې د پلور لپاره کومه زمینه برابره کړې ترڅو کروندګر له زیان څخه بچ شي.

د فراه د مرکز کارېزک سیمې یو کروندګر نصیراحمد چې په «کلا‌کاه» سیمه کې د هندواڼو پالیز لري، وایي سږ کال د هندواڼو حاصلات خوندور نه دي، ځکه چې وروستو بارانونو، ږلۍ او یخې هوا پالیزونه خراب کړي او له سخت تاوان سره مخ دي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل: «وروستيو بارانونو، ږلیو او یخنۍ سخت تاوان سره مخ کړو، پالیز مو ټول یخ وهلی دی، حاصلات یې خوندور نه دي، سږکال امبار هم ګران و، تخم مو هم په لوړ قیمت رانیولی، فکر نه کوم چې خپل سر ورباندې جوړ کړو.»

کروندګر وایي، سږ کال ږلۍ او بارانونو د دوی پالیزونه خراب کړي دي. انځور: خواله رسنۍ

د فراه د پشترود ولسوالۍ یو تن کروندګر محمد اکرم چې په خپله ځمکه یې هندواڼې کرلي، وایي همدا پالیز یې د ټولې کورنۍ د ګټې وټې یوازینې وسیله وه او ډیره تمه یې درلوده چې له خېل فصل به زیات حاصل په لاس راوړي، خو په خبره یې چې سږکال یې د هندواڼو پالیز د بارانونو له امله نه دی پوخ شوی او خاصلات خراب راغلي دي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل: «سږ کال د هندواڼو بازار خراب دی، د تیرو کلونو په پرتله ښه قیمت نه لري، بل د ډیرو کروندګرو پالیزونه بارانونو او ږلیو خراب کړل، په دې برخه کې طالبانو هم د کروندګرو هیڅ مرسته ونکړه.»

دغه راز د فراه پشت رود ولسوالۍ د حاجي ګګ کلي یو بل تن کروندګر بسم الله بیا وايي، چې سږ کال یې د هندواڼو حاصلات ښه وو، خو د بازار د نشتوالي له کبله یې زیاتي هندواڼې خرابې شوي.

هغه وویل: «د هندواڼو بازار دا کال ډیر خراب دی، خپل سر هم نه جوړوي، سل هندواڼې خلک په درې زره هم نه غواړي، تېرو کلونو کې د هندواڼو بازار ښه وو، خلک د لېرې لیري ځایونو څخه راتلل، ډیرې هندواڼې مو خرڅولې، خو سږ کال بیا ډیرې هندواڼې په پالیزونو کې ورستې شوي.»

نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت غواړي چې د فراه د هندواڼو لپاره په کور دننه او بهر بازار پیدا کړي او د هندواڼو د ساتلو لپاره ورته سړې خوني جوړي کړي، تر څو د هندواڼو د ژر خرابیدو مخه ونیول شي.

د ولایتونو ترمنځ غځیدلي خراب سړکونو هم د هندواڼو د پلور بازار خراب کړی دی. انځور خواله رسنۍ

بلخوا بیا یو شمیر کروندګر او تجاران وایي، چې هیواد کې د هندواڼو او نورو تازه میوو فصل رسیدو سره د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان څخه تازه مېوې واردیږي، خو په خبره یې چې د دوی تازه میوې بیا پاکستان ته پر وخت نه پریښودل کېږي چې دې چارې د دوی د میوه جاتو بازار خراب کړی دی.

دغه راز په فراه ولایت کې د هندواڼو کاروباریان بیا خرابو سړکونو څخه شکایت کوي او وايي، چې له کبله یې نخ شي کولای شاوخوا ولایتونو او کابل ته هندواڼې ولیږدوي.

د فراه ښار د مېوې مارکیټ یو تن تجار حاجي غفار وایي، چې د خرابو سړکونو له کبله نږدې ولایتونو ته هم د هندواڼو انتقال سخت شوی چې له کبله یې د هندواڼو بیې راټیټې شوي دي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل: «سړکونه داسې خراب دي چې نږدې هلمند ته یو موټر هندواڼې انتقالوو، سل په کې ماتې شوي وي، د کندهار ډیر تجاران اوس د خرابې لارې له کبله د فراه هندواڼې نه وړي، چې دې چارې د هندواڼو قیمت ټیټ کړی، چې هر تجار هندواڼې وړي په لارې پنځوس یا سل حتمي ماتي شوې وي، د تجار همدا سل او پنځوس هندواڼې ګټه وي.»

حاجي سیداحمد زیاتوي، چې له اته کلونو څخه د هندواڼو کاروبار کوي، چې د فراه څخه کندهار، هلمند، غزني او کابل ولایتونو ته هندواڼې وړي، خو وایي چې سږ کال د خرابو سړکونو له امله د هندواڼو بازار پیکه دی.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: «تیر کلونه به موږ ډیرې هندواڼې کندهار، غزني او حتا کابل ته انتقالولې، خو سږ کال ګرسره د ګوتو په شمار موټران کابل ته تللي، چې تر کابله رسیږي، نیم موټر هندواڼې ماتې شوي وي، دا نو بیا تجار ته کله ګټه کوي، اوس یې کندهار ته په ډیر تکلیف وړو، که سړکونه جوړ نه شي دلته بزګر بیچاره ګان نور فکر نه کوم چې بیا هندواڼې وکري.»

فراه کې د هندواڼو هټۍ. انځور: خواله رسنۍ

فراه کې داسې پالیزونه هم شته چې تر اوسه یې خرڅلاو همداسې پاتې دی او کوم تجار یې اخیستو ته زړه نه دی ښه کړی.

لعل محمد چې د هندواڼو پالیز یې حاصل ته رسیدلی وایي، تر اوسه یې پالیز ته کوم خریدار نه دی ورغلی او تېر کال یې دا وخت ټولې هندواڼې پلورلې وې، خو سږ کال همداسې پاتې دي او چا یې پوښتنه نه ده کړې.

کروندګر او د هندواڼو پلورنکي د سړو خونو نشتون هم یوه بله لويه ستونزه بولي، د دوی په ټکو که چيرې سړې خونې ورته جوړې شي هندواڼې به یې د فصل تر پایه وساتل شي.

فراه کې د طالبانو د کرنې ریاست د کروندګرو د ستونزو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دوی د رسمي معلوماتو له مخې سږ کال دغلته په ۱۴ زره ۲۵۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي چې پنځه لکه ۴۱ زره ۵۰۰ ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي. تېر کال بیا په همدې ولایت کې په ۱۵ زره ۴۷۸ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې پنځه لکه ۷۲ زره او ۶۸۶ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو.