اطلاعات روز: د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې تېره شپه د دې ولایت د سنګین ولسوالۍ پر فضا دوو بې پیلوټه الوتکو ګزمې کړې دي.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل، چې دغو الوتکو تېره شپه (شنبه، ۱۳ د زمري) شاوخوا ۱:۰۰ بجه د سنګین د «ډویر میدان» اړوند ساحو کې ګزمې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د ګزمه وهوونکو بې پیلوټه الوتکو د ګزمې لامل نه دی څرګند شوی.
ورته مهال د سیمي ځایي اوسیدونکي د دغه الوتکو د لوړو ږغونو څخه شکایت کوي او وایي، چې له کبله یې د دوی او د ماشومانو خوب ګډوډ شوی دی.
هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه دا معلومه شوې چې یادې الوتکې د کوم هیواد څخه افغانستان ته را اوښتي دي.
څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د فضایي حریم په اړه ویلي و، چې طالبان به د افغانستان فضایي حریم کنټرول کړي.