اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید رسول موسوي طالبانو ته ټولګډونه حکومت تشرېح کړی او ويلي يې دي چې حکومت هغه وخت ټولګډونه دی چې په اغېزناکه توګه د ټولنې ټول غړي راټول او د هغې په خدمت کې وي.
موسوي دا څرګندونې تېره شپه (شنبه، ۱۳ د زمري) د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د «علمي غونډې» د ګډونوالو خبرو ته په غبرګون کې پر ایکس ليکلې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په ایران کې د نوي حکومت تر رامنځ ته کېدو وروسته يې د کابل-تهران د اړیکو په تړاو «د ایران نوی حکومت او د کابل او تهران د اړیکو د پیاوړي کېدو فرصتونه» تر عنوان لاندې علمي غونډه رابللې وه.
د دې غونډې يوه ګډونوال جعفر مهدوي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د ایران نوی حکومت دې د ټولګډونه حکومت له «ناتعریف شوې» غوښتنې تېر شي؛ ځکه په اوسني وخت کې عملي او د منلو وړ نه ده او په عین مهال کې داخلي موضوع هم ده.
خو، سيد رسول موسوي ويلي، چې انګېري دا ویناوال د ټولګډونه حکومت په اړه سم معلومات نه لري او نه يې شي تحلیلولای.
موسوي ليکلي: «ټولګډونه حکومت یو ايتلافي حکومت نه دی، بلکې يو ګډ حکومت دی او د اضدادو جمع نه وي. حکومت هغه وخت ټولګډونه وي چې په اغېزناکه توګه د ټولنې ټول غړي راټول کړي او د هغو په خدمت کې وي. که شفاف، بې پرې او د هیواد ټولو وګړو ته ځواب ويونکي قوانین جوړ او پلي کېږي، نو هغه ټولګډونه او ځواب ویونکی حکومت دی.»
ایران او یو شمېر نورو هیوادونو بیا-بیا په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار کړی او هغه يې په افغانستان کې د حکومت په رسمیت پيژندنې لپاره شرط ګڼلی مګر طالبان دا یوه کورنۍ موضوع بولي او وايي، چې هیوادونه بايد په دې اړه څرګندونې ونه کړي. همدا راز د طالبانو چارواکي وايي، چې د ټولګډونه حکومت په هدف نه پوهېږي چې څرنګه حکومت وي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ويلي، چې د یوه باثباته او پرمختګ کوونکي دولت د رامنځته کولو لپاره ټولګډونه حکومت د افغانستان ملي او داخلي مسئله ده او د ده په وینا، ایران هم په خپل ګاونډ کې د یوه باثباته دولت په لټه دی.
د دریو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه هیڅ هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د دې ډلې حکومت له یوې مخې طالبان دي چې تر ډېره حده پښتانه په کې راټول دي. د طالبانو په اند همدا ټولګډونه حکومت دی.