اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ښار د څوارلسمې حوزې اړوند «ملا علم اخند» کلي کې یو خسر خپل زوم د چرییز ټوپک په ډزو وژلی دی.
پولیس زیاتوي، پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۱۶ د زمري) هغه مهال رامنځته شوې چې د عبدالصمد په نوم یو کس غوښتل خپله کوژدن پرته له واده کولو خپل کور ته بوځي، خو خسر یې پرې ډزې کړي او وژلی یې دی.
د طالب پولیسو په خبره، عبدالصمد ۴۵ کاله عمر درلود او غوښتل یې خپله دویمه نکاح شوې میرمن د خسر له کوره د ټوپک په زور له واده کېدو پرته له ځان سره بوځي چې خسر یې منعه کړی او تر لفظي شخړې وروسته یې پرې د چرییز ټوپک ډزې کړي او وژلی یې دی.
دوی وایي، چې د عبدالصمد خسر په خپل جرم اعتراف کړی او تر هغې وروسته یې خپلو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلی دی.
تردې مخکې هم کندهار کې یو زوم د خپل خسر له لوري وژل شوی و.
لوړ ولورونه، کورنی تاوتریخوالی او ناوړه دودونه د دا ډول پېښو تر ټولو لوی لاملونه بلل کېږي.