اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د احصايیې او معلوماتو اداره وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د افغانستان د کورني ناخالص تولید کچه ۱۵.۷ میلیارد ډالره ارزول شوې ده.
د دې ادارې د احصاییې د مرستیالۍ سرپرست عصمت الله حکيمي نن (چهارشنبه، ۱۷ د زمري) د طالبانو د حکومت د رسنیو په مرکز کې وويل چې د تېر کال په پرتله د ۱۴۰۲ کال پر مهال د کورني ناخالص تولید کچې ۲.۷ سلنه وده کړې ده.
حکيمي زیاته کړې چې د ۱۴۰۲ کال پر مهال په افغانستان کې سړي سر عاید ۴۹۳ ډالره ګڼل شوی او د تېر کال په پرتله ۷۰ ډالره زیاتوالی ښيي.
د نړیوالو مالي بنسټونو په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د داخلي تولید کچه له ۲۰ تر ۳۰ سلنې کمه شوې ده. د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د هیواد د ناخالص تولید کچه ۲۰ میلیارد ډالره اعلانېده.
نړیوال بانک چې د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې کوم راپور نشر کړی دی، په هغه کې يې ويلي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان د اقتصاد لرلید «خپ» ښکاري.
په دې راپور کې ويل شوي و چې د بانديني مالي تمویل کمېدل او د کورني ناخالص تولید د ودې نشتون په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ لامل دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د طالبانو تر واکمنېدو دوه کاله وروسته د افغانستان اقتصاد ۲۶ سلنه راغونډ شوی دی.
په دې راپور کې ويل شوي چې د تاریاکو پر کښت بندیز د افغانستان د کورني ناخالص تولید کچه شاوخوا اته سلنه کمه کړې ده.
د افغانستان د صادراتو کمښت
د طالبانو د احصایيې او معلوماتو اداره وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال افغانستان د ۱.۸ میلیارد ډالرو صادرات کړي چې د تېر کال په پرتله ۳.۷ سلنه کمښت ښيي.
د دې ادارې مرستیال وايي چې د صادراتو د کمښت لامل د ډبرو د سکرو په شمول د معدني موادو په صادرېدو کې کموالی دی.
د افغانستان د نفوس وده
د طالبانو د احصاییې او معلوماتو اداره وايي چې د ۱۴۰۳ کال پر مهال د افغانستان نفوس ۳۵.۷ میلیون تنه ګڼل شوی دی.
د دې ادارې په وینا، د افغانستان د نفوس ۹.۲ میلیون وګړي په ښارونو او ۲۵ میلیون وګړي په کلیو کې ژوند کوي او همدا راز ۱.۵ میلیون وګړي کوچیان ښوول شوي دي.
د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې د افغانستان د نفوس وده ۲.۱۴ سلنه اعلان کړې ده.
په افغانستان کې تر اوسه د نفوس شمېر د اټکل له مخې معلومېږي.