اطلاعات روز: ننګرها ر کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار په ډزو وژلی او یو ورور یې ټپي کړی دی.
د سیمې اوسیدونکی عزیزالله وایي، چې دغه پیښه پرون ماښام (شنبه، ۲۰ د زمري) ۰۷:۰۰ بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند «خیراباد» سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې د صبغت الله په نامه یو ځوان په خپل کور کې له مشر ورور او پلار سره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پرې ډزې کړي، چې پر مهال یې پلار وژل شوی او بل ورور یې ټپي دی.
بلخوا د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې تورن کس له پېښې وروسته له سیمې تښتیدلی، خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.
له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم یو زوی خپل پلار وژلی و.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لاملونه یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې په ګوته شوي دي.