اطلاعات روز: ننګرهار او هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې یوه کوچنۍ نجلۍ او یو ماشوم هلک د اوبو څاه ته لویدلي او مړه شوي دي.
ننګرهار کې یوې سیمه ییزې سرچینې وویل، چې تېره ورځ (شنبه، ۲۰ د زمري) د دغه لایت په غني خیلو ولسوالۍ کې یوه اووه کلنه ماشومه یوې څاه ته لویدلې او مړه شوې ده.
د سیمې یو اوسیدونکی امرالله وایي، یاده اووه کلنه ماشومه د لوبو پر مهال یوې سرلوڅې څاه ته لویدلې او له څو ساعتونو وروسته یې جسد ځایي خلکو له څاه راویستلی دی.
په همدې حال کې هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ په «بر نوزاد» کلي کې نن یو ۱۴ کلن هلک څاه ته د لویدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پیښې عیني شاهد عبیدالله وايي، یاد ماشوم سمیع الله نومیده چې ۸۰ متره برمې لویدلی و او دوی یې نن سهار له څاه څخه جسد را ایستلی دی.
په دې وروستیو کې له سویلي ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار کې هم دا ډول پېښې په بېساري توګه زیاتې شوي چې ستر لاملونه یې د وچکالۍ له امله د ژورو څاګانو د سرونو نه پوښول یاد شوي دي.
طالب چارواکو هم خلکو ته خبرداری ورکړی چې سرلوڅې څاګانې باید پټې کړي، خو دغه خبرداري ته چا پام نه دی کړی او نه هم طالبانو په دې اړه عملي ګام پورته کړی دی.