اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دره نور او سره رود ولسوالیو کې دوه کسان په جلا پیښو کې وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، لومړۍ پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲۱ د زمري) د دره نور ولسوالۍ په «وایګل» سیمه کې شوې، چې یو ځوان خپل ځان په ټوپک ویشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
د زابلي په خبره وژل شوي ځوان نږدې یوه میاشت وړاندې خپل پلار د «تبر» په وسیله هم وژلی و.
هغه د دغه ځوان د ځان وژنې په اړه نور څه نه دي ویلي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دویمه پېښه بیا په ورته مهال د سره رود ولسوالۍ اړوند «شیخ مصري» سیمه کې د عاشق الله او رحمت الله کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر د جنجال له کبله رامنځته شوې ده.
د زابلي په وینا، په دې شخړه کې د رحمت الله په نامه یو کس چې غوښتل یې په مقابل لوري د چریز توپک ډز وکړي، په خپله د ټوپک په ډز لګیدلی او وژل شوی دی.
له دې څه موده وړاندې په لغمان ولایت کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې پر مهال ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.