په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په نږدې ټولو په ځانګړي توګه سویلي ولایتونو کې سخته وچکالي خوره شوې، چې له امله یې په یو شمیر سیمو کې ابادې ځمکې شاړې، باغونه وچ شوي او آن د څښلو اوبه په سختۍ پيدا کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې وچکالي دومره زیاته شوې چې ساری یې په تېرو ۳۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
که څه هم سږ کال د نورو کلونو په پرتله زیات ورښتونه وشول، خو د هوا په ګرميدو سره د هیواد په یو شیمر سیمو په ځانګړي توګه ارزګان کې یو ځل بیا کروندګر د اوبو له کمښت سره مخ شوي او د خپلو کښتونو د خړوبولو لپاره يې د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړې، چې دې چارې بیا دغلته د ځمکې لاندې اوبه په بې مخینې توګه کمې کړي دي.
د ارزګان ولايت اوسيدونکي او کروندګر وايي، چې سږ کال د وچکالۍ له امله په ډير شمير سيمو کې ځمکه لرونکو او کروندګرو د خپلو کښتونو د خروبولو لپاره ژورو څاګانو کيندلو ته مخه کړې، چې له امله یې د ځمکې پر سطحه اوبه ورکې او ان د ترینکوټ سیند وچیدو ته نږدې شوی دی.
د ارزګان د مرکز ترينکوټ ښار اوسیدونکی او کروندګر ۵۵ کلن محمد چې د ترينکوټ سيند سره نږدې يې په خپله ځمکه «مۍ» کښت کړي، وایي، په سیند کې دومره اوبه نه پیدا کېږي چې خپله ځمکه پرې خړوبه کړي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې وروستيو کې عامو خلکو د سيند پر غاړو او دښتو کې د برمو په وسیله ژورو څاګانو کېندلو ته مخه کړې چې له امله يې په سيند کې اوبه وچې شوي او د دوی د ابادو ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نه دي پاتې.
هغه وویل: «د رود څخه اوبه وځي، رود وچ شو، دغه شل کاله دغه رود نه وچېده، خو اوس وچ شوی، ژورې برمې چې شروع شوې، ټول وطن ورسره وچ شو، ځکه اوبه وځي، که دغه بېځايه برمې بندې شي، خلک به هوسا شي.»
ارزګان مېشتي کروندګر او خلک وايي، که د ژورو څاګانو او برمو د کېندلو مخه ونه نيول شي، نو وېره شته چې يو ځل بيا به ابادې ځمکې وچې او خلک به له سختې وچکالۍ سره مخامخ شي.
دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې هېچا ته دې اجازه نه ورکوي چې ژورې څاګانې او د اوبو برمې وکېندي او د اړتیا پرته اوبه مصرف کړي.
کروندګر زیاتوي، چې په دې ولایت کې د اوبو کمښت سره برمې وهل زیات شوي او نه يوازې عادي برمې وهل کېږي، بلکې په ځينو سيمو کې د پیچي برمو د وهلو لړۍ هم پېل شوې چې له امله یې اوبه ښکته تللي دي.
د سيدرحيم په نوم یو تن کروندګر بیا د هغو کسانو د نیول کیدوغوښتنه کوي، چې په غیر قانوني ډول یې برمې وهلي دي.
نوموړي وویل: «دولت باید دغه بېځايه برمې وهل بند کړې، نظارت يې وکړي، هغه چې ضرورت ورته نه لري مخه يې ونيسي.»
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو مسوولين بیا وايي، چې په دغه ولایت کې یې تر یوه بریده د ژورو څاګانو او برمو د وهلو مخه نیولې ده.
ارزګان کې د طالبانو د عدلیې رییس مولوي خيرالله حقنما وايي، هغه کسان چې پر خپل سر د اوبو ژورې څاګانې کېندي، د دوی له خوا به ورسره قانوني چلند وشي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «پر دې موضوع موږ ډېر معلومات کړي او تفتيش مو کړی، که څوک راشي د برمې وهلو غوښتنه وکړي، موږ ۳ کسيزه کمېټه ورسره يو ځای کوو، هغه سيمه څېړي، که ضرورت و، د برمې وهلو اجازه ورته ورکوو که ضرورت نه و، هېچاته اجازه نه ورکوو چې برمې ووهي.»
د ارزګان خلک وایي، که په دې ولايت کې د اضافي ژورو څاګانو او برمو مخه ونيول شوي، نو هيله شته چې دغلته به د اوبو سطحه پر خپل ځای پاتې او کروندګر به څه ناڅه د وچکالي له ګواښ څخه وژغورل شي.