close
انځور: ټولنیزې رسنۍ

ناپېژانده وسلوالو نورستان کې یوه مېرمن په ډزو وژلې

اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې وایي چې ناپېژانده کسانو د دې ولایت په مرکز پارون کې یوه کارګره مېرمن چې په کرونده کې یې کار کاوه په ډزو وژلې ده.

سرچینه وایي، دا مېرمن تېره ورځ (دوشنبه، ۲۲ د زمري) ماسپښین مهال د پارون په «چتراس» سیمه کې وژل شوې.

سرچینې د وژل شوې مېرمنې د هویت په تړاو نور جزییات نه دې ورکړي خو وایي بریدګر وسلوال له سیمې تېښتېدلي.

نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په اړه څه نه دې ویلي.

د نورستان په ګڼو برخو کې مېرمنې د کور له کارونو سره-سره په کروندو او نورو شاقه کارونو بوختې دي چې ځينې مهال پرې ورته بریدونه کېږي.