ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د جلال اباد ښاروالۍ پنځه لوړ پوړي طالب چارواکي (دوه مالي او اداري، یو د ساختمان او دوه تخنیکي او سکتوري رییسان) په دندو کې د فساد په تور ګوښه او ځېنې یې زنداني شوي دي.
د یو شمېر سرچینو د معلوماتو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د جلال اباد ښاروالۍ درې ښاروالان هم تغییر او تبدیل شوي، چې تر ډېره پرې د اداري فساد تورونه لګول شوي وو.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د جلال اباد ښاروالۍ د طالب چارواکو له ډلې یو یې د تخنیکي او سکتوري چارو رییس هدایت الله صداقت دی، چې په دنده کې د پراخ مالي فساد په تور له دندې ګوښه او په کور کېنول شوی دی.
هدایت الله صداقت د تېر ۱۴۰۲ کال د مرغومي په ۱۷مه له کابل څخه د طالبانو د یوه راغلي پلاوي له لوري د فساد په تور له دندې ګوښه شوی و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې هدایت الله صداقت د جلال اباد د پخواني طالب ښاروال ملا نعمت الله اخند ملاتړ هم له ځان سره درلود.
سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «انجینر هدایت الله صداقت نظامي طالب نه و، خو د جمهوریت پر مهال یې له طالبانو سره همکاري کوله، چې د دوی په رژیم کې یې په جلال اباد ښاروالۍ کې وظیفه واخېسته، خو د جلال اباد ښار لپاره د طالبانو د ښاروال ملا نعمت الله اخند په امر او ملاتړ یې فساد کاوه، چې شکایتونه پرې ډېر شول او له مرکز کابله هیئت راغی او دی له وظیفې منفک کړ، چې اوس په کور ناست دی.»
یوې بلې سرچینې هم چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته طالبانو د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د دولت خان امرخېل په نوم یو کس د دغې ښاروالۍ مالي او اداري رییس وټاکه، چې له نږدې دوه میاشتنۍ دندې وروسته د بډو اخېستو پر مهال لاس په لاس تر نیول کېدو وروسته له دندې ګوښه او زنداني شوی دی.
سرچینه وايي، دولت خان امرخېل د جمهوري حکومت پر مهال په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد او د طالبانو په ګټه به یې تبلیغات کول، چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته د فساد په تور تر دوو اوونیو زنداني کېدو وروسته اوس په کور ناست دی.
سرچینې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دولت خان امرخېل د اشرف غني د حکومت په وخت کې په ننګرهار کې په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد و او طالبانو ته یې ډېره لابیګري کوله، چې بیا یې په غټو واسطو په جلال آباد ښاروالۍ کې وظیفه واخېسته، خو یوه میاشت به یې ایله وظیفه کړې وه، چې د رشوت اخېستو پر مهال استخباراتو لاس په لاس نیولی و، چې دوه هفتې یې بندي کړ او له هغه وروسته په کور شو.»
د جلال اباد ښاروالۍ د طالب چارواکو د فساد په لړۍ کې بل هغه انجینر دوست محمد چهارديوال د طالبانو له لوري د جلال اباد ښاروالۍ د ساختماني او سکتوري چارو رییس په توګه پر دنده ګمارل شوی و، چې دی هم د خپلې دندې پر څلورمه اوونۍ د سړک جوړونې په یوه پروژه کې د شل مېلیونه افغانیو د حیف او میل کولو په تور له دندې ګوښه او زنداني شوی و.
د سرچینې په خبره، انجینر دوست محمد چهاردیوال د طالبانو په زندان کې له یوه میاشتني زندان وروسته خوشې او کوزې پښتونخوا ته تښتېدلی و، چې له شاوخوا یو کال وروسته بېرته هېواد ته راستون شو او دلته یې د «دېګ بخار» جوړونې یوه کارخونه وپېرله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې انجینر دوست محمد چهاردیوال د پخواني حکومت پر مهال پر سوداګریزو چارو بوخت و، چې له طالبانو سره یې وخت ناوخت مالي مرستې کولې، چې طالبانو د خپلو ژمنو پر بنسټ دی د جلال آباد ښاروالۍ د ساختمان د رییس په توګه پر دنده ګمارلی و.
سرچینه زیاتوي: «انجینر دوست محمد چهاردیوال د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردې کلي اوسېدونکی دی، د جمهوریت پرمهال چهاردي کلی د طالبانو غټ جنګي مرکز و، دا سړی هغه وخت د طالبانو غټ مالي ملاتړی و، ډېرې پیسې یې ورکولې، د طالبانو په راتګ سره په جلال آباد ښاروالۍ کې په وظیفه شو، خو په یوه پروژه کې یې شل مېلیونه افغانۍ وهلې وې، چې د طالبانو استخباراتو ونیوه او یوه میاشت یې بندي کړی و، چې بیا خوشې او پېښور ته تللی و، خو په پېښور کې یې له یو څه وخت تېرولو وروسته بېرته ننګرهار ته راغلی او دلته یې د دېګ بخار جوړولو کارخانه واخېسته، چې اوس هلته خپل تجارت کوي.»
دا سرچینه وايي، د انجینر دوست محمد له ګوښه کېدو وروسته انجینر بلال بشري د جلال آباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس وټاکل شو، چې له تېر لوی اختر درې ورځې وړاندې د دې ډلې استخباراتو د اداري فساد «له دوکاندارانو د پیسو اخېستو» پر مهال لاس په لاس ونیوه، چې تر اوسه زنداني دی.
په جلال آباد ښاروالۍ کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې انجینر بلال بشري دا مهال ننګرهار کې په عمومي زندان کې دی او قضیه یې هم د طالبانو محکمې ته تللې ده.
سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «انجینر بلال بشري له تېر لوی اختر درې ورځې مخکې د رشوت اخېستو پر مهال استخباراتو ونیوه، چې له وظیفې منفک او زنداني شو، چې تر اوسه هم نه دی خوشې شوی او دا مهال د ننګرهار په عمومي محبس کې بندي دی.»
د سرچینو د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له منځه انجینر شکرالله انوري، چې د دغې ښاروالۍ د پخواني ښاروال ملا نعمت الله اخند له لوري د مالي او اداري رییس په توګه ګمارل شوی و د پیسو د اخېستو پر مهال تر نیول کېدو وروسته زنداني شوی و.
د سرچینې په خبره، انجینر شکرالله د ملا نعمت الله په ملاتړ هغه ته پیسې ټولولې چې د طالبانو استخباراتو لاس په لاس د بډو اخېستو پرمهال نیولی و، چې له درې اوونۍ زنداني کېدو وروسته خوشې او له هېواده بهر وتلی دی.
سرچینې زیاته کړه: «انجینر شکرالله د جلال اباد پخواني ښاروال نږدې کس و، چې د هغه په ملاتړ او هدایت به یې له اصنافو پیسې د قلنګ په ډول ټولولې، چې د طالبانو استخباراتو د پیسو اخېستو پر مهال لاس په لاس ونیوه او تر څه مودې زندان تېرولو وروسته بېرته خوشې شو.»
اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه، چې د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د فساد په تور له دندو د ګوښه شویو او زنداني شویو طالب چارواکو په تړاو د دغې ښاروالۍ لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هلو ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
جلال اباد ښاروالۍ په ننګرهار کې یوه له هغو عایداتي ادارو ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په کې د اداري فساد ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی، چې له مامورینو نیولې د رییسانو تر کچې د طالب چارواکو د نیول کېدو، زنداني کېدو او له دندې د ګوښه کېدو کیسې عادي شوي او دا لړۍ لاهم نه ده درېدلې.