close

هلمند کې بڼوال د خپلو تازه میوو پلور ته اندیښمن دي

هلمند ولایت کې بڼوال وایي، چې سږکال یې د انګورو، شفتالو، او انځرو باغونو ښه حاصل ورکړی، خو په کور دننه د بازرا له نشتوالي او د پاکستان له لوري د ګمرکې تعرفو د لوړیدو او وخت ناوخت د چمن لارې د تړل کیدو له امله له زیان سره مخ دي.

باغ لرونکي زیاتوي، چې د پاکستان د لوړو تعرفو او پولې تړل کیدو له امله خپلې تازه میوې په کور دننه په مناسبه بیه نه شي پلورلی او اندیښنه لري که وضعیت همداسې دوام وکړي او د طالبانو حکومت ورته د صادراتو لپاره مناسبې لارې چارې ونه لټوي، نو زحمتونه به یې په اوبو لاهو شي.

د هلمند نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي عبدالرحیم چې د انځرو او انګورو باغ لري، وايي په تېرو کلونو کې به دوی خپلې مېوې پاکستان ته صادرولې، خو د طالبانو د راتګ سره سم، هر کال د تازه مېوو په موسم کې د پاکستان پولې تړل کېږي او دا کار دوی ته هرکال په میلیونونه زره افغانۍ زیان رسوي.

نوموړي وویل: «سږکال زموږ حاصلات ډېر ښه دي، خو د پاکستان د ګمرکي تعرفې لوړېدو او سرحد تړل کېدو له امله نه شو کولای چې انګور او انځر بهر ته صادر کړو، دلته په کور دننه هم په ټیټه بیه پلورل کېږي، چې موږ ته هېڅ ګټه نه ‌لري.»

د هلمند نهرسراج، ناوه، نادعلي، باباجي، زمینداور او سنګین هغه ولسوالۍ دي چې هر کال په زرګونه ټنه د انګورو، زردالو، شفتالو او انځرو حاصلات ورکوي چې سږکال یې د میوو بازار سوړ او بڼوال له زیان سره مخ دي.

د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی محمد کریم چې د انګورو باغ لري، وايي چې د پاکستان لخوا هر کال د تازه مېوو موسم کې ستونزې جوړېږي، او دوی مجبور دي چې خپلې مېوې په کور دننه په ډېره ټیټه بیه وپلوري، چې آن لګښتونه هم نه ‌شي پوره کولای.

نوموړي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل: «مخکې به باغ حاصل ته نه و رسیدلی، تجاران به راڅخه په ښو پیسو باغ رانیوه، خو سږکال انګور هم پاخه شول، دغه دی په تاکانو کې وراسته شوي دي، خو د تجارانو درک نشته، چې هر چاته ووایو وایي د چمن دروازه تړلې ده، سږکال یې ولاکه خپل سر جوړ کړی وي.»

د دې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اوسیدونکی احمدولي هم له ورته ستونزې شکایت او وایي چې د طالبانو حکومت باید د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي او د میوو پلور لپاره ورته ښه بازار پیدا کړي.

نوموړي وویل: «د یو کیلو انګورو قیمت په بازار کې تر ۱۰ افغانۍ ټیټ دی، او زموږ لپاره مصرف هم نه جوړوي، موږ د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، خو طالبانو او نورو زراعتي موسېساتو تر اوسه په دې اړه هېڅ مرسته نه ده کړې، موږ غواړو چې حکومت زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړي او د هلمند د تازه میوو لپاره ښه بازار پیدا کړي، تر څو موږ لږ تر لږه خپل لګښتونه پوره کړو.»

د هلمند باغداران وایي، پر تازه میوو د پاکستان له لوري د ګمرکي تعرفو د لوړیدو او د چمن دوازې د تړل کېدو له کبله په دې ولایت کې د تازه میوو قیمتونه ټیټ شوي دي

بلخوا هلمند کې د باغونو حاصل ته رسیدو سره ګڼو ځوانانو ته د میوو راټولولو په برخه کې د کار زمینه برابره شوې، خو د مېوو ټیټو بیو له کبله د کارګرو مزدوري هم کمه شوې ده.

 په نادعلي ولسوالۍ کې د انګورو د باغ یو کارګر غلام ‌نبي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ له سهاره نه تر ماښامه کار کوو، خو سږکال د انګورو ټیټي بیې موږ هم زیانمن کړي یو، د ورځې مزدوري مو کمه شوې او په ژمي کې بیا بې کاره یوو.»

دغه راز د چمن د دروازې تړل کیدو نه یوازې باغداران زیانمن کړي بلکې د دې ولایت سوداګر هم له ورته ستونزې سره مخ دي. د تازه میوو یو تن سوداګر حاجي ضمیر وايي، چې څو ورځې وړاندې یې له هلمند څخه یو ټیلر انګور رانیولي و او غوښتل یې چې د چمن د دروازې له لارې یې پاکستان ته صادر کړي، خو د دروازې د تړل کیدو له کبله انګور خراب او زیان یې کړی دی.

حاجي ضمیر وویل: «ما د انګورو یو ټیلر په ۲۵۰ زره افغانۍ اخیستي وو او پلان مې دا و چې پاکستان ته یې صادر کړم، د سرحد له بندېدو سره مې مېوې په لار کې خرابې شوې، او په زرګونه ډالر تاوان مې وکړ، موږ هر کال له دغو ستونزو سره مخ یو او حکومت هم هېڅ پاملرنه نه کوي.»

یو بل سوداګر، شېر احمد، چې څو ټیلره انګور یې رانیولي او د چمن په لار کې بند پاتې دي، په خپلو خبرو کې وویل: «د پاکستان سرحد هر کال په ناسم وخت کې تړل کېږي، او موږ ته یې ډېر زیان اړولی دی، زه په خپله درې ټیلره انګور لرم چې په چمن کې بند پاتې دي، د هر ټیلر په خرابېدو سره، زموږ زرګونه ډالر تاوان کېږي، او هېڅوک مو نه پوښتنه کوي.»

سوداګر وايي، که د پاکستان سرحد پرانیستی وای او ګمرکي تعرفې ټیټې شوې وای، نو د دوی سوداګري به پراختیا موندلې وه او دومره لوی اقتصادي ضربه به ورته نه رسیدله.

په ورته وخت کې، باغ لرونکي او سوداګر پر حکومت غږ کوي چې د مېوو لپاره سړې خونې جوړې کړي او د کور دننه بازار ته وده ورکړي؛ ترڅو وکولای شي خپلې مېوې په مناسب وخت او مناسبه بیه وپلوري او له زیانونو څخه وژغورل شي.