د هېواد په سويل لویدیځ کې پروت نيمروز هغه ولايت دی چې د پاکستان او ايران هېوادونو سره ګډه پوله لري او ډيری اوسيدونکي یې چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، وایي سږکال د نورو کلونو په پرتله وچکالي زیاته او که دوام وکړي خلک به له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شي.
د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمدعظيم وايي، چې سږکال د یادې ولسوالۍ په زیاتو سیمو کې د اوبو د کمښت له امله ډیری ځمکې شاړې پاتې دي او خلکو ورباندې څه نه دي کښت کړي.
هغه چې سږکال يې د خپلې ځمکي ۵۰ سلنه برخه د اوبو نشتون له کبله شاړه پاتې شوې، وايي له یوې خوا خلک د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او له بلې خوا بې وخته ورښتونو، توپانونو او سیلابونو خلک له ستونزو سره مخ کړي او که چیرته ورته پاملرنه ونه شي، نو له خپلو سیمو به کډه شي.
نوموړي وویل: «زموږ په سيمو کې په عمومي ډول نيمايي ځمکې سږکال د کرنې څخه پاتې شوي دي په ډيرو سيمو کې خلک د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نه لري زه چې پیدا شوی يم دومره شديده وچکالي لکه سږکال چې موجوده ده نه مې ياديږي خلک ډير په ستونزو کې دي که وضعيت دغه ډول دوام وکړي ډيری کورنۍ به خپلې سيمې د اوبو په پیدا کولو پسې پريږدي.»
د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ ترڅنګ د دې ولايت په يو شمير نورو ولسواليو کې هم خلک د اوبو له کمښت شکايت کوي او زياتوي چې په ياد ولايت کې د نورو کلونو په پرتله سږکال وچکالي زياته چې له امله يې خلک راتلونکي ته انديښمن دي.
د ياد ولايت د ګنګ ولسوالۍ اوسيدونکی ۵۴ کلن احمدظاهر چې سږکال يې په خپله ځمکه کې د کالکو کښت کړی، وایي چې سږکال پر نیمروز د وچکالۍ يوه شديده څپه راغلې چې له امله يې زيات شمير کروندګرو حاصل نه دی اخیستی او ده په ډیرو کمو اوبو د کالکو کښت تر حاصل رسولی دی.
هغه وویل:«د الله ج په توکل مو دغه کښتونه ورسيدل کنه اوبه نه وې موږ په ډيرو ستونزو کې يو که حالات دغه ډول دوام وکړي خلک به د څښاک په اوبو پسې حيران پاتې شي.»
د زرنج ښار يو اوسيدونکی محمدحبیب وايي، چې د ياد ولايت په مرکز او ولسواليیو کې ډير شمير داسې ځايونه شته چې د چیک ډیمونو د جوړیدو لپاره مناسب دي، خو په وينا يې چې طالبانو تر اوسه په دې برخه کې هيڅ اقدام نه دی کړی.
هغه زياته کړه: «زموږ په نيمروز ولايت کې په ډيرو ولسواليو کې داسې ځايونه شته چې ښه بندونه ورباندې جوړيږي، خو تر اوسه د بندونو د جوړیدو برخې ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې که چيرې زموږ په ولايت کې د اوبو بندونه جوړ شي ټول نيمروز به د وچکالۍ څخه خلاص شي.»
بلخوا نیمروز کې د کمال خان بند چې د دې ولایت په چاربورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی یو له سترو بندونو څخه ګڼل کېږي او د اوبو د زیرمه کولو ترڅنګ د اوبو د کنټرولولو لوړ ظرفیت لري. دغه بند چې لوړوالی یې ۱۶ متره دی او ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایوي سږکال پکې اوبه کمې دي.
د نیمروز اوسیدونکي وایي، سږکال په کمال خان بند کې ځکه کمې اوبه ذخیره شوي، چې له یوې خوا کم ورښتونه وشول او له بلې خوا هغه کمې اوبه هم طالبانو ایران ته خوشې کړې وې.
عام خلک وايي، چې روان کال د کمال خان بند اوبه یوازې درې ځله د بند شاوخوا کروندګرو ته خوشې شوي او دا مهال په یاد بند کې اوبه کمې او شاوخوا سیمې د اوبو د کمښت سره مخ دي.
ورته مهال نيمروز کې د طالبانو ځايي مسوولين هم مني چې په دې ولايت کې د اوبو د کمښت له امله خلک د ستونزو سره مخ دي، خو زياتوي چې د روانو او ورښتي اوبو د مديريت لپاره دوی پلانونه ترلاس لاندې لري.
د ياد ولايت لپاره د طالبانو د کرنې ريیس شبیراحمد رفيع په خپلو خبرو کې وویل: «څلور کاله مخکې دلته خلکو دچښاک اوبه هم نه درلودې سږکال په ځينو سيمو کې خلکو کښتونه کړي دي موږ په ساحو کې ګرځو په ګنګ ولسوالی، چخانسوري ولسوالۍ، غور غوري ولسوالۍ او دلارام کې خلک کښتونه کړي دي ان شاالله د اوبو مديريت ته موږ ژمن يو.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې نړيوالو بنسټونو راپور ورکړی چې افغانستان يو له هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې د اقليمي بدلون د سترو اغيزو لاندې دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا تېره اکسټ مياشت په خپل راپور کې ويلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له جدي ګواښ سره مخامخ دی، په داسې حال کې چې وار له مخه په دغه هېواد کې بشري کړکېچ خلک له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
د دغه ادارې په وينا، چې په دې ورستيو کې بي وخت ورښتونو او دوه کلنې وچکالۍ عام خلک په بېلابېلو برخو کې سخت اغيزمن کړي دي.