close
@AfghanistanInUK

په لندن کې د افغانستان سفارت د سپټمبر تر ۲۷ تړل کېږي

اطلاعات روز: په لندن کې د افغانستان سفارت اعلان کړی دی چې د برېتانیا د دولت د رسمي غوښتنې له مخې د روانې میلادي میاشتې د سپټمبر تر ۲۷ په رسمي ډول تړل کېږي.

دې سفارت نن (یکشنبه، ۱۸ د وږي) پر ایکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې دا پرېکړه د کوربه هیواد د چارواکو د لزوم دید له مخې شوې ده.

په لندن کې د افغانستان سفارت له همکارانو، خلګو او هغو بنسټنو چې له دې سفارت سره یې همکاري کړې ده، مننه کړې.

تر دې وړاندې ډیپلوماټیکو سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و چې بریتانیا په لندن کې د افغانستان له ډیپلوماټانو غوښتي چې د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې دي دا سفارت د بریتانیا دولت ته وسپاري.

دې سرچینې ويلي و چې د بریتانیا دولت چمتو نه دی چې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

د دې سرچینې په وینا، د بریتانیا دولت د افغانستان له ډیپلوماټانو غوښتي چې یا دې دا هیواد پرېږدي او یا دې هم د پناه غوښتنه وکړي.

په لندن کې د افغانستان سفارت تر اوسه د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو له لوري اداره کېده او د وروستیو درو کلونو پر مهال په قونسلي برخه کې له طالبانو سره تعامل ته تیار نشو.

د طالبانو د بهرنیو چارو زوارت د یوې اعلامیې له لارې ويلي چې په بریتانیا او یو شمېر نورو اروپایي هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو له لوري ورکړل شوي اسناد او مدارک نه مني، ځکه چې دا قونسلګرۍ او سفارتونه له دې ډلې سره همغږي نه کوي.

اوس مهال د هسپانیې، هالنډ، بلغارستان، چیک جمهوریت او د جرمني په مونیخ کې د افغانستان د قونسلګرۍ په شمول په یو شمېر هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه له طالبانو سره تعامل لري او خپل فعالیت یې روان ساتلی.