اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو د یو غړي له لوري د امجد په نوم ټپي شوي ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي، دا ځوان تېره یکشنبه (۱۸ د وږي) د ماڼوګي ولسوالۍ په ننګلام بازار کې د یو طالب له لوري له لفظي شخړې وروسته په ډزو ویشتل شوی و.
د یوې سرچینې په وینا، یو طالب امجد له لفظي شخړې وروسته وهلی او ډبولی و، چې له هغه وروسته امجد د بازار په لوري تیښته کړې او طالب جنګیالي پرې ډزې کړي، چې په دې ترڅ کې امجد درې ډزه لګیدل او بیا خلکو د درملنې په موخه لومړی د اسعد اباد ولایتي روغتون او بیا د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولی و.
سرچینه زیاتوي، چې امجد تېره ورځ ناوخته د ژورو ټپونو له امله په یاد روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینې دغه راز وویل، کوم طالب چې امجد په ډزو ویشتلی و د بازار هټۍ والو وهلی ډبولی و، چې بیا د درملنې په موخه نږدې روغتون ته بېول شوی و.
تر اوسه د دغه ځوان د وژل کېدو په تړاو کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په کونړ ولایت کې د پخواني حکومت د کار کوونکو په ګډون ګڼ کسان د طالبانو له لوري وهل شوي او ډبول شوي، چې ځینو یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.