اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) رییسې رزا اوتنبایوا وایي چې دا هیواد لا هم د اقليمي بدلونو په وړاندې متضرر دی.
یوناما لیکلي چې اغلې اوتنبایوا نن (چهارشنبه، ۲۶ د مرغومي) په کابل کې د «اقلیمي بدلونو په ملي کانفرانس» کې ژمنه وکړه چې له اقليمي بدلونو سره تړلي مالي مسایل به تعقیبوي.
دې ویلي چې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلونو په سيامین کانفرانس کې د افغانستان د غږ اورېدو لارې-چارې لټوي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره چې اوس د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، نن یې «د اقلیمي بدلونو د نهه ویشتمې نړیوالې غونډې د پایلو» په اړه «د اقليمي بدلونو ملي کانفرانس» رابللی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په دې غونډه کې وویل چې «د افغانستان چاپېریال د اشغالګرو له جګړو او له ډول-ډول کېمیاوي وسلو څخه د استفادې له کبله زیات زیانمن شوی دی».
ده له هیوادونو غوښتي چې چاپېریال ساتنه او اقليمي بدلونونه دې نه سیاسي کوي او له اقليمي بدلونو سره د مبارزې په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس مطیع الحق خالص هم ویلي چې نړیوال دې له اقلیمي بدلونو سره د مبارزې په برخه کې لازمه همکاري وکړي؛ ځکه چې پایلې یې پراخې دي.
د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، افغانستان د نړۍ په کچه په لسو تر ټولو اغېزمنو هیوادونو کې دی، مګر د دې بدلونو په راوستلو کې ډېره کمه ونډه لري.
ملګرو ملتونو په متحده عربي اماراتو کې د اقليمي بدلونو اته ویشتمې غونډې (۲۸ کوپ) ته طالبان ور ونه بلل، خو د سږني لمریز کال پر مهال د دې ډلې یوه پلاوي د اذربایجان په پلازمنه باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په نهه ویشته غونډه (۲۹ کوپ) کې ګډون وکړ.
مګر بیا هم طالبانو په اصلي غونډه کې د ګډون حق نه درلود او یوازې د غونډې په څنډو کې یې کولای شول چې د هیوادونو له استازو سره وګوري.