close

طالبانو د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او د فلسطین ولس ته یې مبارکي ویلې ده.

دغه وزارت نن (پنجشنبه، ۲۷ د مرغومي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اوربند دغه هوکړه «د غزې په تړانګه کې د زړور مقاومت، تاریخي مبارزې او قربانیو پایله ده».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هوکړې ټول پړاوونه باید په داسې بڼه عملي شي، چې اوربند دوامداره او د غزې خلکو ته بشري مرستې ورسیږي. دغه وزارت ټینګار کړی چې ښکیل لوري او نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل خپلې ژمنې په مسوولانه توګه ترسره کړي.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندل شوی، ویلي دي چې په منځني ختیځ کې سوله او ارامي یوازې د فلسطین د مسئلې د حل او د دغه ځای د خلکو د خپلواکۍ له لارې کیدای شي.

د اسراییلو او د حماس ترمنځ د پیچلي اوربند تړون د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب او له ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته د چهارشنبې په ورځ لاسلیک شو.

په دې تړون کې د غزې له تړانګې څخه د اسراییلي ځواکونو په تدریجي وتلو سره د شپږ اونیو لومړنی اوربند هم شامل دی چې پکې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

اسراییلي یرغمل شوي به په دغه هیواد کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې اوربند به د یکشنبې په ورځ عملي شي.

هغه ویلي، چې مذاکره کوونکي له اسراییلو او حماس سره د هوکړې د عملي کولو په برخه کې کار کوي.