اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د بزګرانو د پرله پسې غوښتنو وروسته يې د کمال خان بند اوبه د زرنج ښار او شاوخوا ځمکو خړوبولو په موخه خوشې کړې دي.
په دې ولايت کې د طالبانو د اوبو او انرژی ريیس ملا عبدالقهار ناصر وايي، چې يادې اوبه يې تېره ورځ (جمعه، ۲۸ د مرغومي) د ځمکو خړوبولو په موخه د درې ورځو لپاره خوشې کړي او په وينا يې چې د دوی کارکوونکي به په عادلانه ډول داوبو مديريت وکړي.
ورته مهال په سيمه کې سرچينو وویل، چې د زرنج ښار ترڅنګ کنګ او د چخانسوري ولسواليو ځمکو ته هم د کمال خان بند اوبه رسيدلي او هيله شته چې تازه کرل شوي فصلونه به په بشپړ ډول خړوب شي.
نیمروز کې د طالبانو د اوبو اوانرژی ریاست مسوولين وايي، چې خوشې شوې اوبه به د درې ورځو لپاره روانې وي.
په دې وروستیو کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د هرات د پاشدان بند څخه د اوبو ایستلو په غبرګون کې، ایران ته د اوبو د ننوتلو محدودولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې «له افغانستان څخه تمه کېږي، چې د افغانستان سرحدي سیندونو د اوبو د جریان په دوام کې همکاري وکړي چې ایران ته بهیږي او رامنځته شوې خنډونه لېرې کړي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه راز ویلي، چې هیواد یې د افغانستان له سیندونو څخه د حقابې د بیرته ترلاسه کولو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي، چې د دې هیواد چارواکي د افغانستان سره چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی د خپلې حقابې ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.
خو، مولوي عبدالکبیر، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیالۍ له دندې ګوښه شوی، د ایران اندیښنو ته په ځواب کې ویلي چې د اوبو د حقونو مسئله د دواړو خواوو ترمنځ په دوستانه توګه حل شوې او «په دې برخه کې غیر مسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو منفي اغېز کولی شي».