اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو د «جهادي مدرسې» یو زدهکوونکي ځان وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دغه زده کوونکي نن (شنبه، ۲۹ د مرغومي) سهار لښکرګاه ښار کې د طالبانو په جهادي مدرسه کې د خپل پاج په وسیله ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
د دغه ځانوژنې لامل او د زده کوونکي هویت نه دی په ډاګه شوی او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
که څه هم د دې پیښې لامل څرګند نه دی، خو په افغانستان کې د مدرسو زدهکوونکي د سختو فشارونو او تاوتریخوالي له دوامداره ستونزو سره مخ دي.
په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ځوانانو او زدهکوونکو ترمنځ د ځانوژنو کچه زیاته شوې، چې ډېری وخت یې اقتصادي ستونزې او رواني فشارونه اصلي عوامل ګڼل کېږي.