اطلاعات روز: د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا نظامي تجهیزات چې په افغانستان کې له طالبانو سره دي، بیرته تر لاسه کوي.
ده د دې خبرې په کولو چې امریکا هر کال افغانستان ته لسګونه میلیارد ډالر ورکوي، وویل چې طالبانو ته وایي چې دا پیسې تر هغو نه ورکوي چې دا ډله د امریکا نظامي تجهیزات بیرته ورنه کړي.
ټرمپ دا څرګندونې د خپلې لوړې تر مراسمو وړاندې په خپله وروستۍ وینا کې کړې دي.
ده ویلي چې د بایډن حکومت د امریکا د نظامي تجهیزاتو یوه لویه برخه د دې هیواد «دښمنانو» ته پرېیښې.
ټرمپ ویلي: «زه وایم که هر کال په میلیاردونو ډالر ورکوو، نو هغوی (طالبانو) ته وایم چې پیسې تر هغو پورې نه درکوو چې زموږ نظامي تجهیزات بیرته رانه کړئ.»
ده څو کلونه وړاندې او د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ویلي و چې امریکا باید په افغانستان کې پاتې شوي نظامي تجهیزات ختم کړي او یا یې هم باید بیرته تر لاسه کړي.
هغه ټول نظامي تجهیزات چې امریکا د افغانستان دولت ته ورکړي و، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې ډلې ته په لاس ورغلل.
د امریکا د دفاع وزارت له بیان سره سم، په افغانستان کې د شاوخوا اوو میلیارد ډالرو په اندازه نظامي تجهیزات پاتې دي.