close
irna

ایراني چارواکي له طالبانو سره د مستقیم اطلاعاتي چینل د را منځ ته کېدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان له طالبانو سره د مستقیم اطلاعاتي، امنیتي او انتظامي چینل د را منځ ته کېدو غوښتنه کړې ده.

د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، ده پرون (یکشنبه، ۳۰ د مرغومي) په تهران کې د طالبانو له قضایي پلاوي سره په خبرو کې ویلي چې د داسې چینل را منځ ته کېدل د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړي کولو کې اغېزناک ثابتېدلای شي.

ده ویلي: «دواړو هیوادونو د تېرو کلونو پر مهال په ګډه له ګډ دښمن سره مبارزه کړې ده او همدا چاره د دې لامل شوې ده چې د دواړه مسلمانو ملتونو ګډ دښمنان د ناوړه ګټې اخیستنې او اختلاف را منځ ته کولو هڅه وکړي.»

د ایران د کورنیو چارو د وزارت مرستیال د طالبانو قضایي پلاوي ته ویلي چې «د بدخواهانو د دسیسې شنډول د دواړو اړخونو ځیرکتیا او جدي پاملرنه غواړي».

د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، د طالبانو قضایي پلاوي هم «د دواړو هیوادونو د تخصصي برخو تر منځ د مستقیم چینل رامنځ ته کېدل د موضوعاتو د حل کولو او د په حقوقي او قضایي، د اتباعو، سرحد سره اړوند چارو، له ترهګرۍ او د هیوادونو له پولو دباندي سازماني جرایمو سره د مبارزې» په لړ کې یوه اغېزناکه لاره ګڼلې ده.

د طالبانو قضایي پلاوی له ایراني چارواکو سره د خبرو په موخه د جمعې په ورځ دې هیواد ته ولاړ.

دې پلاوي تر دې وړاندې د ایران د قضاییه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال سره هم لیدلي او د هغو افغان وګړو د بدیلو مجازاتو د ټاکلو په تړاو یې خبرې کړې دي چې په ایران کې په اعدام محکوم دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران او دا ډله پراخ سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.

مګر په عین مهال کې په ځلونو د ځینو سرحدي مسایلو او د اوبو پر سر د ستونزو له کبله د دواړو لورو تر منځ اړیکې خړې شوې دي.