close

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د یو بندي د تبادلې خبر ورکړ

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د یو تن بندي د تبادلې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې تبادلې په پایله کې د خان محمد په نوم یو کس د امریکا له زندان څخه خوشې او افغانستان ته رالیږدول شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې نن (سې شنبه، ۲ د سلواغې) خپره شوې، ویلي‏ چې د دوی او د امریکا متحده ایالتو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو تن «افغان مجاهد» بندي له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد شوی دی. طالبان د خپلو جنګیالیو لپاره د «مجاهد» لقب کاروي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې خان محمد د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د «اوږدو او ګټورو» مذاکراتو په پایله کې د امریکایي اتباعو په بدل کې تبادله شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې د خان محمد په بدل کې څومره امریکایي اتباع او څوک تبادله شوي دي.

یاد وزارت ویلي، خان محمد چې د امریکایي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله، نږدې دوې لسیزې وړاندې په ننگرهار کې نیول شوی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرو اترو له لارې د امریکا سره د بندیانو تبادله د ستونزو د حل لپاره یوه ښه بیلګه ګڼلې او د قطر د منځګړیتوب څخه یې مننه کړې ده.

دغه وزارت ویلي: «‏اسلامي امارت د امریکا متحده ايالتونو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر گوري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو له عادي کېدو او پراختيا سره مرسته کوي.»

امریکايي چارواکو تر اوسه له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه څه نه دي ویلي.

وال سټریټ ژورنال په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې متحده ایالاتو او طالبانو په افغانستان کې د دریو بندیانو په بدل کې د القاعده د یو پخواني غړي د تبادلې په اړه بحث کړی دی.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، دا خبرې اترې لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال د جولای راهیسې روانې وې.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ۱۴مه طالبانو ته ویلي و، که چیرې دا ډله درې امریکایي اتباع، جورج ګلیزمن، رایان کوربېټ او محمود حبیبي خوشې کړي، نو دوی به هم د ګوانتانامو له زندان څخه د القاعده یو پخوانی لوړ پوړی غړی «محمد رحیم افغان» هم خوشې کړي.