close
U.S. Embassy, Philippines via AP

د ټرمپ په امر امریکا ته د څه باندې ۱۶۰۰ افغان کډوالو الوتنې لغوه شوې

اطلاعات روز: یوه امریکایي چارواکي او د کډوالو د بیا میشتیدنې یو مشهور مدافع ویلي، امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې چې د دغه هیواد د دولت لخوا یې د بیا میشتیدنې غوښتنې منل شوې وې، د ډونالډ ټرمپ په امر لغوه شوې دي.

د رویټرز په وینا، په دې کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې په متحده ایالاتو کې د خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو په تمه دي او همدارنګه هغه کډوال چې د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي، ځکه چې دوی د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د پخواني افغان حکومت لپاره جنګیدلي دي.

د افغان کډوالو د ملاتړ ایتلاف «افغان ایوک» مشر شان ونډایور او یوې بلې سرچینې ویلي، چې د امریکا دا پریکړه زرګونه نور هغه افغانان چې متحده ایالاتو کې د کډوالو په توګه منل شوي، خو تر اوسه پورې یې له افغانستان یا ګاونډي پاکستان څخه الوتنې نه دي شوي د ناڅرګند برخلیک سره مخ کوي.

سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت، چې د امریکا د کډوالو د پروګرامونو څارنه کوي، سمدلاسه دې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

شان ونډایور ویلي: «افغانان او د هغوی ملاتړي په وېره کې دي. نن دوی ماته ډېرو زنګونه ووهل او ما خپل ټیلیفون څلور ځله چارج کړ.»

هغه د ټرمپ د انتقالي ټیم سره د اړیکو په اړه وویل: «موږ دوی ته خبرداری ورکړ، چې دا کار به کېږي او دوی دا کار وکړ. موږ هیله لرو چې دوی بیا ځلې غور وکړي.»

د ونډایور سازمان هغه اصلي ایتلاف دی چې طالبانو له لوري د کابل د نیولو راهیسې د امریکا له حکومت سره کار کوي ترڅو له خطر سره مخ افغان کډوال امریکا کې د بیا میشتیدنې په موخه وباسي.

له کابل څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې، د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې نږدې ۲۰۰زره افغان اتباع امریکا ته انتقال کړي دي.

د هغو لسګونو اجرایوي فرمانونو څخه یو چې تمه کېږي ټرمپ به یې د دوشنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره د لوړې کولو وروسته لاسلیک کړي، د امریکا د کډوالو پروګرامونه به لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره وځنډوي.