اطلاعات روز: تخار کې د طالبانو امنیتي چارواکو تایید کړې چې دغلته یو چینایي وګړی د «نامعلومو کسانو» لخوا وژل شوی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد اکبر حقاني د یاد چینایي وګړي نوم «لي» یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه تېره شپه (سې شنبه، ۲ د سلواغې) د تخار د دشتقلعه په لاره کې وژل شوی دی.
حقاني ویلي، چې دغه کس له خپل ترجمان سره پرته له دې چې د چینایي دفتر مسوولین او د طالبانو امنیتي چارواکي په جریان کې کړي، یوه نامعلومه ځای ته د سفر نیت درلود.
هغه زیاته کړې چې د دې چینایي وګړي ترجمان ته زیان نه دی رسېدلی.
د حقاني په وینا، چې د طالبانو پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.
له دې وړاندې ځایي سرچینو ویلي و، چې وسله والو غلو یو چینایي وګړی د خواجهبهاءالدین په ولسوالۍ کې وژلی او شاوخوا ۲۰ زره نغد امریکایي ډالر یې ورڅخه وړي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د سې شنبې ماښام د خواجهبهاءالدین ولسوالۍ د کتکجر په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینو ویلي، چې دغه چینایي وګړي د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه او کله چې د تخار مرکز تالقان ښار ته د بیرته تګ په حال کې و، د وسله والو غلو لخوا په ډزو وژل شوی او ۲۰ زره ډالر چې د سرو زرو له پلورلو یې ترلاسه کړي و، غلا شوي دي.
تر اوسه د چین چارواکو د دې چینایي وګړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.