close

ننګرهار کې د انتاني ۵۰ بستریزه روغتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی

اطلاعات روز: ننګرهار کې یو شمیر روغتیایي سرچینې وایي، چې د مالي او روغتیایي امکاناتو د نشتوالي له کبله په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست اړوند انتاني ۵۰ بستریز روغتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

په یاد روغتون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې دغه روغتون له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان WHO  او دغه راز د هلټ نېټ په نوم موسېسې په مالي لګښت فعالیت درلوده.

سرچینې زیاتوي، چې د څو میاشتو په تېرېدو د یاد روغتون کارکوونکو معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دغه راز په روغتون کې درمل هم په خلاصېدو دي.

سرچینې وویل: «هو! دا روغتون تړل کېږي ځکه درمل پکې مخ په خلاصیدو دي او دغه راز پخوا به چې WHO او هلټ نېټ موسېسې همکاري کوله او ملاتړ یې د دې روغتون کاوه اوس یې نه کوي.»

یوه بله سرچینه هم تاییدوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د نوي ۲۰۲۵ کال لپاره د دغه روغتون له مالي ملاتړ څخه لاس اخیستی او اندېښنه شته ده، چې په نږدې راتلوونکي کې به وتړل شي.

د سرچینې په وینا، دغه روغتون ۵۰ بستریز و، چې اوس یې روغتیايي خدمتونو ځنډول شوي دي.

مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو نظر هم ولرو، خو د یوې اوونۍ پرله پسې اړېکو سره سره یې زمونږ اړېکه ځواب نه کړه.

په همدې حال کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې هره ورځ لسګونه ناروغان د روغتون په دروازه کې ولاړ وي، خو ډاکټران نشته چې دې حالت اندېښمن کړي دي.

د معلوماتو له مخې ننګرهار کې انتاني ۵۰ بستریز روغتون چې له دې وړاندې د کرونا تجرید مرکز و او دا ځای په تېر حکومت کې دکرونا د سختې څپې پرمهال د مسوولینو له لوري د حج او اوقافو ریاست د حاجي کمپ لپاره جوړ شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمیر پخوانیو روغتیایي چارواکو ویلي و، چې د افغانستان روغتیايي نظام د پاشلتیا او ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه د تړل‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.