close
Photo: UNAMA

یوناما: د افغانستان طبیعي کنګلونه د تېرو ۲۵ کلونو پر مهال مخ پر ویلي کېدو دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې څېړنې ښیي چې د اقليمي بدلونو له وجې د افغانستان طبیعي کنګلونه د تېرو ۲۵ کلونو پر مهال مخ پر ویلي کېدو دي.

یوناما نن (چهارشنبه، ۳ د سلواغې) پر فیسبوک لیکلي چې طبیعي کنګلونه د طبیعت او بشریت لپاره حیاتي دي، مګر په عین مهال کې د اقليمي بدلونو له وجې په اندېښمنوونکې توګه وړوکي کېدونکي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر ویلي چې په افغانستان کې نږدې درې زره واړه کنګلونه شته دي چې شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ مساحت پوښي.

یوناما ویلي چې دا کنګلونه تر ډېره حده د هندوکش او پامیر په غرونو کې دي او د محل او سیمې په اوبیزو سرچینو کې مهم رول لري.

یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې یوازې یو زر او ۹۴۲ کنګلي ویالې شته چې افغانستان د وګړو لپاره د څښاک او کرنیزو اوبو د برابرولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.

افغانستان په وروستیو کلونو کې په پرلپسې توګه له وچکالیو سره مخ دی او له امله یې د دې هیواد په بېلابېلو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په پلازمېنه کابل کې د اوبو د وچېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې که اقدام ونشي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دې ښار اوبه وچې شي.