close

«د ازادۍ جبهه»: هرات کې د یو برید پرمهال د طالبانو درې غړي ووژل شول

اطلاعات روز: د «افغانستان د ازادۍ جبهه» وايي، چې هرات کې د طالبانو د تلاشۍ پر پوستې د دوی د ځواکونو په برید کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغې جبهې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې یاد برید پرون ماښام (چهارشنبه، ۳ د سلواغې) د هرات ښار په خواجه عبدالله انصاري څلور لارې کې شوی دی.

د «افغانستان د ازادۍ جبهې» ویلي، چې د دې برید پرمهال هرات کې د طالبانو د شپږمې حوزې قومندان ملا زید نورزی هم په سیمه کې موجود و، خو تر اوسه روښانه نه ده چې هغه وژل شوی که ټپي دی.

دغې جبهې په دې برید کې د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په هرات کې ځايي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پخوا هم په هرات کې د طالبانو پر ضد د بریدونو راپورونه ورکړي دي.