اطلاعات روز: د «افغانستان د بشري حقونو مرکز» په نوم بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څاري، خبرداری ورکړی، چې له ښځو سره د طالبانو چلند یوه کورنۍ مسله نه ده، بلکې یو نړیوال کړکېچ دی چې د بشري حقونو نړیوال اصول ګواښي.
دې مرکز د دوشنبې په ورځ (۲۲ د سلواغې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون ته د خپل راپور د وړاندې کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان ښځې له ډېرو سختو تبعیضونو او پراخو او سیسټماټیکو محرومیتونو سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، چې د دې مرکز راپور غوښتنه کړې چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون او د بشري حقونو د نورو نړیوالو تعهداتو د جدي او پراخ نقض له کبله دې په نړیواله توګه د طالبانو د مسوول بللو اقدام وشي.
دا راپور د بشریت پر خلاف د جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو ملاتړ کوي.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د رهبرۍ پر خلاف چې د دې سیاستونو مسوول دي، هدفمند بندیزونه ولګوي.
دې مرکز د افغانستان د ښځو لپاره د پناه غوښتنې د لارو-چارو پراختیا غوښتې او ویلي یې دي چې په هر ډول مذاکراتو او له افغانستان سره تړلو بشرپالو مرستو کې باید د ښځو حقونه د پاملرنې مرکز وي.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز ټینګار کړی چې دولتونه او د ملګرو ملتونو بنسټونه باید د انلاین زده کړو او د افغان ښځو لپاره د تحصیلي بورسونو له لارې د بدیلو زده کړو ملاتړ وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان نجونې د طالبانو له ځپونکو فرمانونو سره-سره زده کړو او زده کړییزو فرصتونو ته لاسرسی لري.
دې مرکز خبرداری ورکړی، چې د نړیوالې ټولنې غیر قاطعانه اقدام نه یوازې میلیونونه افغان ښځې بې پناه پرېږدي، بلکې د جنسیتي برابرۍ او عدالت په تړاو نړیوال تعهد هم تضعیفوي.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له دې ننګونې سره مقابله وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان د ښځو غږ اورېدل کېږي او حقونه یې خوندي دي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر خلاف پراخ بندیزونه لګولي دي.
اوسمهال ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو بې برخې دي.
د بشري حقونو فعالان د طالبانو سیاستونه جنسیتي اپارتاید او د جنسیت پر اساس ځورونه بولي.
په دې وروستیو کې د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان د بشریت پر خلاف د جنایتونو له امله د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده.
ده ویلي، چې ډېر ژر به د طالبانو د نورو مشرانو د نیولو لپاره هم خپله غوښتنه ثبت کړي.
د بشري حقونو بنسټونو او د ښځینه حقونو فعالانو د دې غوښتنې هرکلی کړی او دا یې په افغانستان کې د عدالت د تأمین په موخه یو ګام ګڼلی دی.