close

طالبانو په افغانستان کې د داعش د ګواښ په تړاو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي څرګندونې رد کړې

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د داعش د ګواښ په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د پاکستان د استازي څرګندونې رد کړې او هغه یې «بې بنسټه» ګڼلې دي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شپه (سې‌شنبه، ۲۳ د سلواغې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د داعش او نورو ترهګرو ډلو پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه تللي او عملا د هیڅ هیواد لپاره هم ګواښ نه دی را منځ ته شوی.

ده زیاته کړې، په افغانستان کې چې هم کوم بریدونه شوي دي، عاملین یې له ډیورنډ کرښې هاخوا څخه افغانستان ته راغلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدا راز ویلي چې یو شمېر هیوادونه د خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات پر ځای هڅه کوي چې افغانستان د ناسمو تبلیغاتو له لارې بې ثباته وښيي او د طالبانو او نړۍ تر منځ «بې باوري» را منځ ته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم پرون شپه د دې سازمان د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې د خراسان داعش ډلې په شمول څو ترهګرې ډلې په افغانستان کې موجودې دي او له دې هیواد څخه سرتېري جذبوي.

ده ویلي چې دا ډلې نه یوازې افغانستان او پاکستان، بلکې ټوله نړۍ ګواښي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د داعش ډلې حضور رد کړی دی او ویلي یې و چې د دوی له لوري تر ځپل کېدو وروسته دې ډلې خپل مرکزونه او پټنځایونه پاکستان ته انتقال کړي دي.