close

ولې د طالبانو مهم چارواکي غایب دي؟

خالد محمدي

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې شاوخوا یوه میاشت کېږي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې خپلو دفترونو ته نه دي حاضر شوي. د دې مودې پرمهال سراج الدین حقاني په متحده عربي اماراتو او ملا عبدالغني برادر په قطر کې مېشت دي. همدا راز، هیڅ داسې انځور او یا ویډیو نه دي خپاره شوي چې وښيي ملا یعقوب په کابل کې په خپل کاري دفتر کې دی.

په ارګ کې د ملا برادر په نشتون کې د طالبانو د حکومت رسمي غونډې د دې ډلې د رییس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او نورو لوړپوړو چارواکو له لوري اداره کېږي.

د سراج الدین حقاني او ملا یعقوب وروستۍ بهرنۍ لیدنې په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره وې چې د طالبانو د کورنیو او دفاع وزارتونو له لوري یې په تړاو جزییات خپاره شول. له هغه وخته تر اوسه دې وزارتونو د دې دوو طالب چارواکو بل هیڅ کوم انځور نه دی خپور کړی.

تېره اونۍ ملا عبدالغني برادر دوحې ته ولاړ او د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره یې ولیدل. تر دې لیدنې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو کمیټې اعلان وکړ چې ملا برادر د یوې میاشتنۍ درملنې لپاره قطر ته تللی دی. د دې کمیټې له اعلان سره سم، د ده د سفر معافیت د فبرورۍ له نهمې بیا د مارچ تر ۳مې د اعتبار وړ دی.

د قطر له لومړي وزیر سره د ملا برادر لیدنه/ د طالبانو ارګ پاڼه

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سراج الدین حقاني ته د سفر معافیت ورکړی و چې د جنورۍ له ۲۳مې څخه بیا د فبرورۍ تر ۳مې پورې سعودي عربستان ته د عمرې د ادا کولو لپاره و. مګر لاهم څرګنده نه ده چې ایا دا معافیت تمدید شوی دی او کنه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سلواغې پر شپاړسمه طلوع نیوز ته ویلي و، چې سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له سفر څخه بیرته راستون شوی دی مګر داسې نه دي شوي. ذبیح الله مجاهد چې د طالبانو مشر ته نږدې کس دی او زیات وخت هم د ملا هبت الله په مېشتځای کندهار کې وي؛ مګر بل لور ته حقاني شبکه خپله رسنیزه ډله لري او له هغو څخه د خپلو تبلیغاتو او خپلو فعالیتونو د ښودلو لپاره استفاده کوي.

قطر لکه د کمونسټانو پرمهال مسکو

قطر د طالبانو په ډیپلوماټیکو تعاملاتو کې مهم رول لري. د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې توافق‌لیک د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې په دې هیواد کې لاسلیک شو. بل لور ته، متحده عربي امارات له ډېر پخوا راهیسې له حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو مشر خلیجي هیوادونو ته چیرته چې د امریکا سترې نظامي اډې دي، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر سفر شکمن دی مګر تر اوسه نه دی توانېدلی چې په دې سفرونو کې خپل استازی هم ځای پر ځای کړي. یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو مشر پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو په بهرنیو سفرونو کې د ده استازی وي، ترڅو د سفر له جزییاتو خبر شي. د کمونسټي حکومت پرمهال چې به کله افراد د «درملنې» لپاره مسکو ته تلل، معمولا به هغه کسان وو چې یا به یې خپل واک بایله او یا به هم له هغه ځایه په نوي رول کې بیرته افغانستان ته راګرزېدل.

په خوست کې د طالبانو د مشر پر خلاف د عباس ستانکزي تر څرګندونو وروسته په ارګ کې د ملا عبدالغني برادر حضور کمرنګه شوی دی. حتا د یوناما پر دفتر تر برید وروسته نوموړي د ملګرو ملتونو له استازي ایندریکا راتوات سره د سلواغې پر ۱۶مه د ارګ پر ځای په خپل یوه میلمستون کې ولیدل.

قطر ته د ملا برادر د سفر او له قطري چارواکو سره یې د لیدنې خبر په داسې مهال کې خپرېږي چې د لومړي ځل لپاره د ده د سفر لامل د «ناروغۍ درملنه» ښودل شوی دی. په عین مهال کې د دوحې په هوایي ډګر کې د نوموړي د رسمي هرکلي د انځورونو نه خپرېدو دا ګومان نور هم پیاوړی کړی چې نوموړی د طالبانو د مشر د فشار له امله اړ شوی چې افغانستان پرېږدي.

افغانستان ته د ایران د ډیپلوماتیک پلاوي سفر او د طالبانو د رییس الوزرا سره لیدنه/ د طالبانو ارګ پاڼه

د ملا برادر غیابت او په کابل کې د معادلاتو تغییر

د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په نشتون کې به ملا برادر په ارګ کې د رسمي ناستو مشري کوله. مګر کله چې د عباس عراقچي په رهبرۍ د سلواغې پر ۷مه د ایران ډیپلوماټیک پلاوي کابل ته سفر وکړ، ملا برادر نه و او د دې پلاوي هرکلی ملا حسن اخوند وکړ.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي په خوست کې چې د حقاني شبکې دودیز مرکز دی، د ملا عبدالغني برادر په حضور کې جنجالي څرګندونې وکړې. ده ټینګار وکړ چې د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ ډول شرعي توجیه نه لري او د طالبانو په دې اقدام سره د ۲۰ میلیونه افغان ښځو حقونه نقض شوي دي.

تر دې وینا وروسته د طالبانو د مشر له لوري د نوموړي د نیول کېدو او ممنوع الخروجۍ امر وشو، خو نوموړی د حقاني شبکې په مرسته له افغانستان څخه ووت. په عین مهال کې د ستانکزي د څرګندونو پر وړاندې د ملا برادر چوپتیا داسې تعبیر شوه چې دی هم د طالبانو پر مشر له داسې نیوکو سره موافق و. په کندهار کې د طالبانو چارواکي په دې باور دي چې هیڅوک هم باید په ډاګه د طالبانو پر مشر نیوکه ونه کړي او داسې اقدام سرغړونه ګڼل کېږي.

د سراج الدین حقاني او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق سره د متحده عربي اماراتو د دولت د مشر کتنه/ ذبیح الله مجاهد

پر حقاني شبکې ګوزار

د عباس ستانکزي څرګندونو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او ملا برادر اغېزمن کړل. د کندهار طالبان چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله پر شاوخوا راغونډ شوي دي، دا څرګندونې یې یو ډول بغاوت وباله او په غبرګون کې یې د طالبانو د امیر ځانګړې قطعه کابل ته ولېږل شوه.

کابل او هوایي ډګر ته د دې قطعې تر راتګ وړاندې حقاني شبکې په کابل کې پراخ نظامي حضور درلود، خو د دې نویو ځواکونو په راتګ سره په کابل کې د سراج الدین حقاني کنټرول کم شو.

حقاني شبکه په دې باور ده چې د طالبانو مشر په سیسټماټیکه توګه د دې شبکې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ځواک ځپي. دا اندیښنې د سراج الدین حقاني د کاکا او د دې شبکې د مهم غړي خلیل الرحمان حقاني تر وژل کېدو وروسته زیاتې شوې دي او د ختیځو طالبانو (مشرقي حوزه) او سویلي طالبانو (کندهار حوزه) ترمنځ یې بې باوري زیاته کړې ده.

سراج الدین حقاني/ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت

ځینې شنونکي په دې اند دي چې د سراج الدین حقاني بیرته نه راتګ او په کابل کې یې په خپل دفتر کې نشتون په یو ډول د ملا هبت الله پر انحصار نیوکه ده. حقاني شبکه چې یو وخت په افغانستان کې د خونړیو بریدونو مسووله وه، اوس داسې احساس کوي چې د طالبانو په جوړښت کې خپل موقعیت بایلي.

طالبانو په تبعید کې رسنۍ تحریم کړې دي او انتقادي راپورونو ته ځواب نه وایي. موږ هڅه وکړه چې د رسمي سرچینو له لوري د دې ډلې د چارواکو نظر واخلو، خو بريالي نه شوو.

مګر په عین مهال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سلواغې میاشتې پر ۱۵مه په یوه ایکس سپېس کې تایید کړه چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ پر یو لړ مسایلو اختلاف شته، خو دا یې «طبیعي حالت» وباله او ویې ویل چې د داخلي شخړې په معنا نه دی. واک ته د طالبانو پر رسېدو درې نیم کاله اوړي، که څه هم دا ډله ادعا کوي چې په رهبري کې یې وحدت شته دی، خو د دوی خپلمنځي درزونه ورځ په ورځ راڅرګندېږي.