close
Photo: UNAMA

سور صلیب: افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او چاودیدونکو توکو له پلوه یو له تر ټولو ککړو هیوادونو څخه دی

اطلاعات روز: د سور صلیب نړیواله کمیټه وايي، چې افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او چاودیدونکي توکو له پلوه یو له تر ټولو ککړو هیوادونو څخه دی.

دې بنسټ پرون (چهارشنبه، ۱ د کب) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دوی د افغان سرې میاشتې ټولنې سره کار کوي، ترڅو د «وسلو د ککړتیا خطرونو» په اړه پوهاوی لوړ کړي او د «خوندي چلند پیاوړتیا» ته وده ورکړي.

د سور صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د افغانستان په پنځو زونونو کې ۲۴۳زرو کسانو ته د ماینونو او چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه معلومات ورکړي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، چې افغانستان د جګړې څخه پاتې شویو ځمکنیو ماینونو او چاودیدونکو توکو څخه په پراخه کچه ککړ دی، چې ۳.۳ میلیونه خلک یې د ماینونو او چاودیدونکو توکو څخه د یو کیلومتر په واټن کې ژوند کوي.

اوچا دغه راز د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره افغانستان کې د ماین پاکولو او د ماینونو د خطراتو په اړه د پوهاوي د پراختیا لپاره ۲۱.۹ میلیونه ډالریزې بودیجې غوښتنه کړې.